Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ټاپي پروژې عملي چارو کې بیا ځنډ

پر طبیعي سرچینو د څار شبکه یکشنبې (د سلواغې په ۶مه نېټه) ویلي چې د ټاپي پروژې عملي

د یادې شبکې غړي وايي د ټاپي پروژې لارې ته نېږدې ځمکو د استملاک قانون د نه تصویبېدو سره سره، ډېر نور کارونه دي چې افغان حکومت نه دي ترسره کړي او دا لامل شوی چې ‎افغانستان کې د ترکمنستان ګازو نل لیکې رغنیز پړاو پیل وځنډیږي.

د ګازو د دې نل لیکې په اوږدو کې د ځمکو په استملاک کې ستونزې، د نل لیکې د جوړېدو لپاره د بیلابیلو هوکړه لیکونو نه لاسلیک کېدل او د ګاز نه پېرل کېدل هغه لاملونه دي چې پر طبیعي سرچینو د څارنې د شبکې د مسوولانو په وینا په هېواد کې د ګازو د دې نل لیکي د جوړېدو د کار د ځنډ لامل شوي دي.
 
پر طبیعي سرچینو د څار شبکې غړی، ابراهیم جعفري ویلي دي:«قانون توشیح کوي یا پارلمان دا قانون توشیح کړي او پارلمان هم د ولسمشر پخوانیو تقنیني فرمانونو باندې بوخت دی او زه فکر کوم چې تر شپږو میاشتو په نورمال او طبیعي توګه وخت ته اړتیا ده چې موږ له دې پړاوه تېر شو.»

د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت مني چې د ټاپي پروژې د کار پیل لپاره ځینې اړین سندونه نه دي لاسلیک شوي.

د مهالویش له مخې په افغانستان کې د تاپي پروژې د پلې کېدو پړاو ۲۰۱۷ زیږدیز کال ټاکل شوی وو، خو دا وخت له دریوو کلونو ځنډ سره مخامخ شو.

 تېرکال د کانونو وزارت د دوه زور شلم کال په پېل کې د تاپي پروژې د ودانیز کارد پيلېدو خبر ورکړ خو اوسمهال یو ځل بیا داسې بریښي چې دا پروژه به ژر پېل نه شي.
 
د کانونو اوپټرولیم وزارت ویاند، عبدالقدیرمطفي وايي:« موږ به ژر څلور هوکړې لاسلیک کړو چې له ټولو مهم هغې کې به له کوربه هېواد سره هوکړه وي، او وروسته له هغې به افغانستان کې رغنیز کارونه پیل شي.»

د اقتصادي چارو کارپوه، قیس محمدي څرګندوي:« که د  دغو پروژو پر ځای نورې پروژې وي، د دې چانس چې پروژه ناکامه شي، پروژه پر خپل ځای پاتې شي او یا پر ځای یې بله پروژه تطبیق شي زیاد دی.»
 
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د ترکمنستان ولسمشر د دغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې د تاپي پروژې د چارو د چټکتیا لپاره کار وکړي .

د یو شمېر کارپوهانو په وینا  د تاپي پروژې په برخه کې د کانونو وزارت پښه نیولی کار په دغه وزارت کې د سرپرستۍ په دوام او د مدیریت په کمزورتیا پورې تړي.

د ټاپي پروژې عملي چارو کې بیا ځنډ

پرطبیعي سرچینو د څارنې شبکې په خبره ښایې راتلونکو څو میاشتو کې د "ټاپي" پروژې عملي چارې پيل نشي

شریک یي کړئ