د دولتي روغتونونو مسوولان وایي، چې وروستۍ یوه میاشت کې د خوراځواکو ماشومانو د مړینې شمېر لوړ شوی دی.
د صحت طفل روغتون مسوولان وایي، چې د درملنې لپاره د خوارځواکو ماشومانو شمېر، تر پخوا پنځوس په سلو کې ډېر شوی دی.
د صحت طفل روغتون د داخله څانګې مسوول فرید احمد اندیشمند ویلي:"دې وروستیو کې د ناروغانو شمېر زیات شوی نو هر څومره چې ناروغان ډېر شي، زموږ د کار کیفیت کمېږي. ځکه خو په روغتونونو کې د ماشومانو مړینه ډېره شوې ده."
ډاکټران وایي، د هوا سړښت بل لامل دی، چې ګڼ ماشومان ناروغانېږي.
د صحت طفل روغتون سرطبیب محمد لطیف باهر ویلي:"د تېرې اونۍ پرتله زموږ ناروغان ډېر شوي. موږ د ناروغانو لپاره ځای نهلرو. ځکه عاجل ناروغان منو نور رخصتوو."
د روغتیا وزارت د شمېرو پر بنسټ، هېواد کې هر کال په زرګونه ماشومان یوازې د خوارځواکۍ له کبله مري، هغه څه چې ډاکټران وایي یو دلیل د روغتیایي خدمتونو کمی دی.
له دې ټولو سره د خوړو د نړۍوال پروګرام یوه نظرپوښتنه ښيي، چې افغانستان کې ۸۳ سلنه کورنۍ پوره خواړه نهلري.
په دې اړه مو اندونه