Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کونړ ولایت اوسېدونکي د مرکزي روغتون له شته خدماتو سر ټکوي

د کونړ ولایت اوسېدونکي د دې ولایت په مرکزي روغتون کې د ناروغانو او پيوازانو لپاره د ښو او مناسبو اسانتیاوو تر څنګ د ښو روغتيايي خدمتونو له نه‌شتونه سرټکوي .

د اسعداباد روغتون مسولان هم مني چې د دې روغتون لپاره د معیاري ودانۍ نه‌شتون او د پرسونل کمښت يې خدمتونه اغېزمن کړې دي.

د کونړ ولایت اوسیدونکي وايي په اسد اباد روغتون کې د ناروغانو او پیوزانو لپاره مناسب سهولتونه نه‌شته چې همدې له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي. دوي له مسولینو د يادې ستونزې د حل په برخه کې د کوټلو ګامونو د اخېستلو غوښتنه کوي.

د کونړ ولایت اوسېدونکی نثار احمد وايي: «روغتون ډېر کوچنی دی، ناروغان او پیوازان په تکلیف کې دي، انتظار خونه نه‌لرو، ډاکټران هم پر وخت رسېدنه نه‌شي کولای.»

د کونړ ولایت اوسېدونکی خان وايي: «دلته موږ ته دا ستونزه ده چې نه د شپې او نه د ناستې ځای لرو. کله چې موږ پر لاره ناست یوو، زنانه او سپین‌ږیري تېرېږي او موږ ډېر په بې‌عزتۍ سره ناست یوو.»

د اسعداباد روغتون ریيس ډاکټر عطا‌‌ءالله ساپی هم يادې ستونزه مني او زیاتوي چې د معیاري ودانۍ نه‌شتون او د پرسونل کمښت يې خدمتونه ټکني کړي.

د نوموړي په خبره، د یو لړ ستونزو سربېره بیا هم دوی د کونړ ولایت د اوسیدونکو تر څنګ د نورستان ولایت اوسېدونکو ته هم روغتيايي خدمات وړاندی کوي.

د اسعداباد روغتون ریيس ډاکټر عطا الله ساپی وايي: «دا چې زموږ روغتون د ځای له لحاظه ډېر کوچنی دی، موږ نه‌شو کولای چې هغه ډول معیاري خدمات خپل ولس ته وړاندې کړو. د اسعد‌ااباد روغتون یوازې د کونړ ولس لپاره خدمات نه‌ وړاندې کوي، د مرکزي او شرقي نورستان خلک هم دلته راځي او د ځای له لحاظه موږ له ګڼو ستونزو سره مخامخ یوو.»

ورته مهال په‌دې ولایت کې د جوړېدونکي روغتيايي کمپلکس ودانۍ ۷۰ سلنه چارې بشپړې شوي، خو پاتې چارې په ټپه ولاړې دي.

د کونړ د عامي روغتیا ریيس وايي، د ياد روغتون د پاتې چارو د بشپړیدولو په موخه یې د عامې روغتیا وزارت له مسولانو سره خبرې کړي او تمه لري چې ډېر ژر يې په نیمګړو چارو کار پیل شي.

د کونړ د عامي روغتيا رییس قاري مظفر وايي: «حقیقت دی چې په ټولو ولایاتو کې به پروژې نیمګړې پاتې وي، خو دې ته دې لومړیتوب ورکړل شي، ځکه دلته ډېره سخته اړتیا ده او ستونزې ډېرې دي او کونړ ته د دوو ولایتونو ناروغان راځي، په ولایتي روغتون باندې بوج زیات دی او ساحه کمه ده.»

د اسعداباد روغتون شته ودانۍ چې د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال جوړه شوې وه چې ۲۰ ناروغانو د بستر کېدو ظرفیت یې درلود، خو د دې روغتون روغتياپالان وايي، دمګړۍ دوی ترې د ۱۵۰ ناروغانو د بستر کېدو ګټه پورته کوي.

د اسعداباد روغتون ریيس هم يادې ستونزه مني او زیاتوي چې د معیاري ودانۍ نه‌شتون او د پرسونل کمښت يې خدمتونه ټکني کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه