Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پيل

د عامې روغتیا وزارت وايي چې ټاکل شوې ده په دغه کمپاین کې په ټول هېواد کې به تر پنځو کلونو کم عمره کابو لس مېلیونه ماشومان واکسین شي.

سږکال په هېواد کې د ګوزڼ د یوې پېښې له ثبت سره، د پولیو واکسین سراسري کمپاین ډېر مهم بلل کېږي.

له دې ډلې څه باندې ۷۰۰ زره یې یوازې په هرات کې به واکسین شي.

په لوېدیځه حوزه کې د پولیو واکسینو مسوول عبدالوحید رحماني وايي:«له نېکه مرغه د تېرو کلونو پرتله کم شوی او دا ټول په وضعیت پورې اړه لري؛ دم ګړۍ امنیتي وضعیت زموږ په هېواد کې ښه دی.»

د هرات ولایت د عامې روغتیا مرستیال آصف کبیر هم څرګندوي:«په روان زیږدیز کال کې په هېواد کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده، نو پر دې بنسټ د پولیو دغه ګواښ لا هم زموږ د حوزې د ماشومانو په وړاندې شته.»

د هېواد د لوېدیځ حوزې په نورو ولایتونو کې هم دغه کمپاین پیل شوی دی. د دې حوزې روغتیايي مسوولین ډاډ ورکوي چې هېڅ ماشوم به له واکسین څخه پاتې نشي.

د بادغېس د عامې روغتیا رییس محمد آصف قانت وویل:«د کمپاین په دې پړاو کې به ۱۸۰ زره او ۴۸۹ ماشومان زموږ تر هدف لاندې دي او هڅه کوو چې هېڅ ماشوم له واکسین ‎څخه پاتې نه شي.»

د روان زیږدیز کال په لړ کې په په ټوله نړۍ کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې چې یوه یې په پکتیکا او دویمه په خیبرپښتونخوا ایالت کې ثبت شوې ده.

په ورته وخت کې د سویلي ولایتونو اوسېدونکي د پولیو واکسین د پېښو په اړه اندېښنه څرګندوي او له عامې روغتیا وزارته غواړي، چې په دغو ولایتونو کې هم د واکسین سراسري کمپاین پیل کړي.

 د ارزګان اوسېدونکی، شاه محمود همدرد وايي:«له دې مخکې دغه واکسیناټوران کور په کور به تلل او اوس جوماتونو ته ځي، باید زموږ ستونزې واورېدل شي، ځکه ډېری ماشومان له واکسینه پاتې کېږي.»

افغانستان او پاکستان د نړۍ په کچه هغه دوه هېوادونه دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس په بشپړه توګه له منځه نه دی تللی.

پولیو یا د ماشومانو کوزڼ هغه ناروغي ده چې درملنه نه لري او ډېر ژر له یوه انسانه بل ته انتقالېږي. د دې ناروغۍ د مخنیوي یوازینۍ لار د واکسین تطبیق ښودل شوی دی.

په روان زیږدیز کال کې په نړۍ کې د پولیو دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې یوه یې په پکتیکا ولایت کې او بله یې هم د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه