Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې د کولرا خپرېدو سره هم مهاله د هغه د پوهاوي د کمپاین پيل

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په وروستیو ورځو کې هېواد کې په کولرا ناورغۍ د اخته ناروغان شمېر زیات شوی دی؛ خو په څه کمو پنځو زیږدیزو میاشتو کې ثبت شوې شمېرې، د تېرو کلونو پرتله کموالی ښيي.
 
د کولرا ناروغي چې عامل یې په خوړو او اوبو کې د میکروبونو موجودیت دی، که پرې د اخته کسانو ژر درملنه ونه شي حتا پر دې ناروغۍ د اخته کس د مړینې لامل هم کېدای شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې تراوسه لږ تر لږه ۵۲ زره او ۳۹۷ تنه په دغې ناروغۍ اخته شوي دي. په داسې حال کې چې په دغې ناروغۍ د اخته کسانو ټولیز شمېر تېر کال ۱۸۲ او ۴۷۹ تنه وو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وایي چې هیواد کې یې د دغې ناروغۍ د مخنیوي او کمولو لپاره کمپاین پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وویل:«د خلکو د پوهاوي کچې د لوړولو لپاره دا چې خلک په خپل چاپېریال کې کوم ټکي په پام کې ونیسي چې میکروب خپور نه شي، دا مورد تراوسه ترسره شوی او له بلخوا د دې پایلې هم اغېزناکې وې.»

په انتاني روغتون کې د عمومي داخلې متخصص ټرینر فرید الله عمري هم وايي:«په کولرا د اخته ناروغانو مراجعه دغه روغتون ته ورځ په ورځ زیاتېږي.»

دیارلس کلنه عایشه چې له دوه ورځو راهیسې د کولرا ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر ده د خپلې ناروغۍ لامل داسې بیانوي:«پلار مې په روغتون کې بستر دی له همدې امله مې په بیرون کې ډوډۍ خوړله او ما پیرکي وخوړل او یو دم ماته اسهال پيدا شو او بستر شوم.»

بل ناروغ فرید هم څرګندوي:«یوځل مې په خپله خېټه کې درد احساس کړ همدا چې درد زیات شو روغتون ته راغلم او له دې مخکې مې له کوره بهر ډوډۍ خوړلې وه.»

یو شمېر روغتیاپالان د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځینې لارښونې لري.

روغتیا پاله زهره پوپل وايي:«له ناپاکو اوبو او د سړک د سر خوړو څخه استفاده مه کوئ او سبزۍ او مېوې له پاکو اوبو سره ومنځئ او وې خورئ.»

د روغتیا نړیوال سازمان له لوري په یوه تازه خپاره شوي رپوټ کې راغلي چې هر کال په ټوله نړۍ کې نږدې څلور میلیونه کسان په دې ناروغۍ اخته کیږي چې له ډلې یې هر کال ۱۴۳ زره تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په هېواد کې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۲ کال پورې پر کولرا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر: په ۲۰۱۹ کال کې د اخته کسانو شمېر ۲۱۹ زره او ۲۵۸ تنو او په ۲۰۲۰ کال کې د اخته کسانو شمېر ۱۳۶ زره او ۹۶۷ تنو، په ۲۰۲۱ کال کې د اخته کسانو شمېر ۱۸۲ زره او ۴۷۹ تنو، په ۲۰۲۲ کال کې د اخته کسانو شمېر      ۴۷ زره او ۴۵ تنو ته رسېده.

په یوه رپوټ کې چې په دې وروستیو کې د روغتیا د نړۍوال سازمان له خوا خپور شوی دی راغلي دي چې په ټوله نړۍ کې د کال کابو ۴۰ مېلیونه تنه په دغې ناروغۍ اخته کېږي چې له دې منځه ۱۴۳ زره تنه یې مري.

کولرا؛ هغه ناروغي چې عامل یې په خوړو او اوبو کې شته میکروب دی او که چېرې اخته کسان په وخت تداوي نه شي، دغه ناروغي حتا کولای شي د هغوی د مرګ لامل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه