د روغتیا نړیوال سازمان وايي، راتلونکې مېلادي میاشت کې به په افغانستان کې د کرونا ضد واکسین کمپاین پیل شي. د دې سازمان په وینا د یاد کمپاین پر مهال به په افغانستان کې پنځه مېلیونه کسان د کرونا ضد واکسین څخه برخمن شي.
این در حالیست که موج تازه ویروس کرونا در برخی از ولایت های کشور گسترش یافته است و نیز بیماران کووید-۱۹ در کشور افزایش یافته اند.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناوېروس د نوې څپې په خپرېدو سره د کوویډ نولس ناروغان هم ډېر شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي: «په پام کې لرو چې د روان کال په جون میاشت کې په افغانسان کې د کرونا واکسین پېل کړو. دا واکسین به په څلور دېرشو ولایتونو کې پر هغو پنځه مېلیون تنو وویشل شي چې عمرونه یې له اتلسو کلونو لوړ وي.»
ورته مهال د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دا کمپاین به په دولسو ولایتونو کې د روغتیا نړیوال سازمان او په پاتې ۲۲ ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په همکارۍ د جون میاتشې په څلورمه پیل او یوه میاشت به دوام وکړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي: «د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د کرونا ضد واکسین پیلوي؛ داسې چې له دولس ولایتونو د روغتیا نړیوال سازمان او ۲۲ ولایتونو د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مالي ملاتړ کوي.»
د افغان- جاپان روغتون ډاکټر میړنی براتزی وايي: «پهدې ورځو کې د کرونا شمېرې ډېرې شوي؛ لکه څرنګه چې د ټېسټونه ډېر شوي په ورځني ډول سلګونه کسان د تشخیص او درملنې لپاره روغتون ته راځي.»
په دې لړ کې د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي پهدې تړاو بېلابېل نظرونه لري.
د کابل یو اوسېدونکي وايي: «که واکسین ټولو ته ورسېږي موږ یې ملاتړ کوو.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: «موږ له اوسني حکومته غوښتنه کوو چې د کرونا واکسین او د تشخیص کیټونه خلکو ته په برابر ډول وویشي.»
تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو چې د هېواد په هر ولایت کې د کوویډ نولس ناروغانو د درملنې یو مرکز فعال دی. د دې وزارت په وینا، تر اوسه په ټول هېواد کې څه باندې اته مېلیونه تنه کسانو ته د کرونا واکسین لګول شوی دی.
په دې اړه مو اندونه