Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نشه‌يي توکو د روږدو درملنې لپاره د ملګرو ملتونو دوه مېلیونه ډالره مرسته

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وايي، د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو پر وړاندې د مبارزې له دفتر سره په همغږۍ په افغانستان کې پر نشه‌یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره دوه مېلیونه ډالره لګوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې زیاته شوې: «د ملګرو ملتونو د سازمان پراختيايي پروګرام به د دغه سازمان د نشه‌يي توکو او جرایمو پر وړاندې د مبارزې له دفتر سره په همغږۍ په افغانستان کې د نشه‌يي توکو د درملنې ۱۷ مرکزونو ته د ۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، درمل او نور تجهیزات وپېري.»

دا په داسې حال کې ده چې د رییس الوزرا دویم مرستیال په هېواد کې پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر پنځه میلیونه تنه اټکل کړی دی. نوموړی زیاتوي، په تېرو شلو کلونو کې نږدې یو مېلیون ماشومانو او ښځو هم نشه‌يي توکو ته مخه کړې ده.

عبدالسلام حنفي چې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې زیاته کړه: «له شلو کونو مخکې مو پنځوس یا سل روږي کسان درلودل، خو له بده مرغه نن په اټکلیز ډول د افغانستان پنځه مېلیونه نفوس دوی روږدي کړي او نږدې یو مېلیون ښځې او ماشومان هم روږدي دي.»

له بل لوري د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له دغو مرستو هرکلی کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزي مرستیال عبدالحق همکار وايي: «دا یوه بریالۍ پروسه ده چې هغوی له موږ سره د مرستې ژمنه کړې، موږ له هغوی ستاینه کوو چې دا ډول نیک ګام یې اخیستی.»

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي، پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره په کابل کې د یوه لوی مرکز پر جوړولو کار روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه