Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تېرو ۲۴ ساعتونو کې هرات کې په ګازو کابو ۱۴۰ تنه مسموم شوي

د هرات حوزوي روغتون چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دغه روغتون ته په ګازو مسموم شوي ۱۴۰ تنه راوړل شوي دي.

ډېری دغه ناروغان ښځې او ماشومان دي چې په خپلو کورونو کې په ګاز مسموم شوي دي.

ورته مهال داګټران خبرداری ورکوي چې په کورونو کې د مایع ګاز په استفاده کې بې احتیاطي مرګونی دی.
 
د هرات حوزوې روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول احمد فرهاد افضلي وايي:«په تېرو ۲۴ ساعتونو کط ۱۳۰ تر ۱۴۰ ناروغان د ګاز نیولو په علت د هرات د حوزوي روغتون عاجلې څانګې ته راوړل شوي دي.»

د هرات ځينې اوسېدونکي وایي، اړ دي چې د خپلو کورونو د ګرمولو په پار له اوبلن ګازه ګټه واخلي.

د هرات اوسېدونکی عبدالقادر څرګندوي:«یخني وه کورنۍ مې ګاز لګولی و که چېرې کور ته پنځه دقیقې ناوخته رسېدلی وم د کورنۍ ۲۱ تنه غړي مې له منځه تلل.»

د هرات اوسېدونکې شکیلا هم وايي:«برېښنا نه لرو اړه یوو چې له دغه ګازه کار واخلو تراوسه مې د خپلوان دوه تنه د ګاز نیولو له امله مړه شوي دي.»

د هرات حوزوي روغتون د داخله څانګې مسوول محمد داوود هاشمي وايي:«ګاز نیول او د کورنیو د مشرانو بې پروايي د ناوړه پېښو لامل کېږي.»

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د سړې هوا له امله د هرات حوزوي روغتون ته نږدې ۲۰ ناروغان راوړل شوي دي. شدیدې یخنۍ او سړې هوا د دغو ناروغانو لاسونو او پښو ته زیان رسولی دی.

د هرات حوزوي روغتون د پوستکي د جراحۍ څانګې مسوول عبدالسمیع سعادت څرګندوي:«د هغوی ځينې چې له ۴۸ ساعتونو وروسته ښه شوي او د رخصت وړ وو، رخصت مو کړل.»

د اوبلن ګاز له امله څه باندې ۷۰ سلنه مسموم شوي کسان ښځې او ماشومان دي.
یو شمېر کورنۍ په لرې پرتو سیمو کې د خپلو کورونو د تودولو لپاره د ډبرو له سکرو ګټه اخلي چې کله ناکله یې د کورنۍ غړي مسموموي.

د هرات د حوزوي روغتون د شمېرو پر بنسټ په تېرې یوې اوونۍ کې د ګازو د مسمویت له امله څه باندې ۲۰۰ تنه دغه روغتون ته د درملنې لپاره راوړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه