د کندز حوزوي روغتون مسوولین وایي، پهدې ولایت کې د شري ناروغۍ له امله د مړینې کچه څه باندې ۲۵ سلنه را ټیټه شوې ده.
د دوی په خبره، په تېرو لسو میاشتو کې د شري ناروغۍ له امله پهدې ولایت کې ۴۶ کسان مړه شوي، په داسې حال کې چې دا شمېره تېر کال ۶۰ تنو ته رسېده.
د کندز حوزوي روغتون د ډاکټرانو مشر محبالله ناصري وايي: «که له تېر کال سره یې پرتله کړو، یانې موږ شل سلنه د بستر کموالی لرو او شپږ ویشت سلنه د مړینې کموالی لرو.»
په همدې حال کې د کندز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، د شري ناروغۍ ضد واکسین د تطبیق له امله په دې ناروغۍ کې د اخته کسانو شمېر راټیټ شوی دی.
د کندز د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت امر جیلاني عطایي زیاتوي: «موږ تقریباً پهدې کمپاین کې ۱۴۰ زره ماشومان واکسین کړل او د دې واکسین په تطبیق سره د سرخکان د خپرېدو کچه راټیټه شوې ده.»
ډاکټر عنایتالرحمان وايي: «د مخنیوي لارې چارې یې همدا دي چې ماشومان باید په منظم ډول سره واکسین شي.»
یو بل ډاکټر محمد ابراهیم اماني پهدې اړه وايي: «هر وخت چې ماشوم ستاسو په ماشوم کې د شړي نښې نښانې څرګندې شوې، باید ماشوم مو له نورو ماشومانو جلا وساتل شي.»
د ډاکټرانو په وینا، شری یا سرخکان یوه عفوني او ساري ناروغي ده، ډېری هغه ماشومان او زیات عمر لرونکي کسان چې د بدن محافظتي سېسټم یې کمزوری وي، پر دې ناروغۍ اخته کېږي.
په دې اړه مو اندونه