Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۲۳کال لپاره ۲،۴۵ مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د افغانستان په ګډون په پنځوسو هېوادونو کې د روغتیا په برخه کې د خلکو د ملاتړ لپاره څه باندې دوه نیم مېلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړۍوال سازمان رییس  تدروس اډهانوم ګبریسوس په یوې غونډه کې وايي چې په افغانستان، اتیوپیا، سومالیا، اوکراین، یمن او نور هېوادونه د روغتیا نړۍوال سازمان په مالي مرستو پورې تړلي دي. 

د روغتیا د نړۍوال سازمان رییس وویل:«په افغانستان، اتیوپيا، سومالیا، اوکرایین، یمن او نورو هېوادونو کې د روغتیا برخې کارکوونکي په موږ پورې تړلې دي. موږ دغه بېړنۍ اړتیاوې یوازې د یو بل او یا د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ پوره کولای شو. موږ باید له هغوی سره مرسته وکړو څو پياوړي او انعطاف منونکي سسټیټم بېرته ورغوي.»

د روغتیا د نړۍوال سازمان د بیړني پروګرام عامل مدیر ډاکټر مایکل رایان وايي:«موږ تر پنځوسو په زیاتو هغو هېوادونو کې چې تر ټولو مهم روغتیايي او بشري اړتیاوې په کې احساسېږي، ۲،۵۴ مېلیارد ډالرو ته اړتیا لرو. موږ باید په ډېری دغو هېوادونو کې له ډاکټرانو، روغتیاپالانو، روغتیايي کارکوونکو، واکسیناتورانو او روغتیايي پروګرامونو ملاتړ وکړای شو.»

له دې سره هم مهاله ځينې هېوادوال د روغتیايي خدمتونو د کموالي له امله خپل ناروغان د ولایتونو له کلیوالو سیمو کابل ته رالېږدوي.

زهرا له دوو میاشتو راهیسې په اندارګاندي روغتون کې بستر ده. مور یې فاطمه وایي، چې د بغلان له دوشي ولسوالۍ یې خپله ماشومه د درملنې لپاره کابل ته راوستې ده.
 
د زهرا مور فاطمه طلوع نیوز ته وايي:«یوه شپه بستر پاتې شوه بیا ډاکټرانو وویل چې درملنه یې نه کېږي روغتیايي خدمتونه نشته کابل ته یې بوځه. بیا مې یو موټر په ۶۰۰۰ دربست کړ او د اکسیجن یوه ډبه مې په ۱۰۰۰ افغانۍ واخسته او تر دې ځایه مو راوسته.»

یو شمېر نور هېوادوال هم په یو شمېر ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو له کموالي شکایت کوي.
 
د بګرام اوسېدونکی خېل محمد وايي:«د بګرام روغتون ته سمبال شي او امکانات یې زیات شي چې خلک نور خپل ناروغان له بګرامه نورو ځایونو ته بونه ځي.»

بل خوا، د دغه روغتون یو شمېر ډاکټران وایي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د معیاري روغتونونو د نشتوالي له امله یې د ناروغانو شمېر زیات شوی دی.
 
متخصص ټرېنر امیر حامد جیلاني څرګندوي:«موږ باید په یوې خونه کې څلور ناروغان ولرو په داسې حال کې چې موږ په یوه چپرکټ څلور ناروغان لرو.»

اوس‌مهال په هېواد کې ډېری روغتونونه د سره صلیب د نړۍوالې کمټې، د روغتیا د نړیوال سازمان او مرستندویو بنسټونو له لوري تمویلېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه