Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ښځينه ډاکټرانو کموالی؛ پکتیکا کې یوازې دوه ښځينه ډاکټرانې حضور لري

پکتیکا ولایت کې روغتیايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوازې دوه ښځينه ډاکټرانې شتون لري چې ټولو ناروغانو ته رسېدنه نه‌شي کولای.

د دغو چارواکو په وینا، دا چاره د دې لامل شوې چې د ښځينه ډاکټرانو پر ځای، نرینه ډاکټران وګومارلي.

پکتيکا ولايت چې د څه کم يونيم مېليون نفوس لپاره یې يوازې دوه ښځينه متخصصې ډاکټرانې او درې لوی روغتونونه شتون لري. 

ګل بي بي چې ددغه ولايت له خوشامند ولسوالۍ خپله اينګور پر خامو لارو له شپږ ساعته مزل وروسته د مرکز ښرنې روغتون ته را رسولې ده. نوموړې وایي، د ښځينه روغتيا پالانو د نشتون له امله د ګڼ شمېر مېرمنو ژوند له ګواښ سره مخ او ستونزې ګالي.

ناروغ لرونکې ګل بي بي وايي:«یوه ډاکټره نشته چې موږ ووایو چې دغې ډاکټرې داسې ویلي. موږ له مجبورۍ له ډېرې لرې لارې راغلي یوو.»

د دغه ولايت د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي وايي په سيمه کې یې د ښځينه ډاکټرانو نشتون د ښځينه‌وو د ژوند پر وړاندې لوی ګواښ دی او غوښتنه لري، چې هر څومره ژر بايد دا تشه ډکه شي.

ناروغ لرونکی سرور خان هم وايي:«که چېرې په خامو لارو موږ ته یو ناروغ پيدا شي تر هغې چې هغوی دلته رارسوو، ډېری وختونه زموږ ناروغان په لار کې ساه ورکوي.»

بل ناروغ لرونکی عازم هم وویل:«نه نر ډاکټر لرو او نه ښځه ډاکټره لرو. موږ له ډېر زحمت سره خپل ناروغ دلته رارسوو څلور نیم ساعته لار ده.»

د ښرنې په مرکزي روغتون کې په کار بوختې ښځينه روغتياپالانې وايي د کاري فشار زياتوالي له امله نه‌شي کولی ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړي.

د دغه روغتون مسوولان هم د ښځينه متخصصانو او امکاناتو کمښت جدي ستونزه بولي او وايي د دې روغتون له ارتقاع سره سره یې لا هم اړتیاوې نه دي پوره شوې.

د پکتيکا ولايتي روغتون اقرأ په دې هکله وايي:«په ټول روغتون کې یا په ټول پکتیکا کې موږ یوازې دوه متخصصې لرو چې له موږ سره دلته په روغتون کې کار کوي. زموږ د کار حجم زښته زیات دی. ۱۵۰ بستریز روغتون دی. د روغتیاپالو او متخصصو او ډاکټرانو کموالی هم دی.»

 له دې سره د پکتيکا د عامې روغتيا رياست مسوولان هم يادې ستونزې پر ځای بولي او پر نړيوالو روغتيايي ادارو په دې برخه کې د مرستو غوښتنه کوي.

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکټر حکمت الله عصمت څرګندوي:«په ټوله پکتیکا کې دوه متخصصې لرو، هغه هم د ښرنې په روغتون کې. په نورو روغتیايي مرکزونو کې هم د ښځو بستونه خالي دي او موږ هڅه کوو چې په هغو بستونو کې نرینه وګومارو.»

د دغه ولایت د ځينو لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي داسې پېښې هم رامنځته کېږي چې ناروغان ولایتي روغتون ته د رسېدو په لار کې، ساه ورکوي.

د ښرنې ولایتي روغتون کابو یو میاشت مخکې له ۵۷ بسترو ۱۵۰ بسترو ته ارتقا وکړه؛ خو لاهم د روغتیايي کارکوونکو له کموالي سره مخ دی.

ګل بي بي چې ددغه ولايت له خوشامند ولسوالۍ خپله اينګور پر خامو لارو له شپږ ساعته مزل وروسته د مرکز ښرنې روغتون ته را رسولې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه