Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر ۲۰۳۵ کال پورې د نري رنځ د له‌منځه وړلو لپاره د روغتیا وزارت هڅې

د عامي روغتیا وزارت چارواکي وايي چې هڅه کوي د مرستندویو روغتیایي بنسټونو په مرستې سره تر ۲۰۳۵ زیږدیز کاله په هېواد کې د نري رنځ ساري ناروغي له منځه یوسي.

د دغه وزارت معین زیاتوي، چې یوازې په ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې په ټول هېواد کې د ۵۲ زرو تنو لپاره د درملنې د خدمتونو زمینه برابره شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ معین داکترمحمد حسن غیاثي وايي:«د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص ټکنالوژي لرو او په هر ولایت کې د تشخیص یو مرکز لرو او د دغې ټکنالوژۍ کره ضریب ۹۸ سلنه دی.»

بل خوا، د روغتیا د نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي په افغانستان کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازی هایون جونګ وايي:«د UNDP دفتر ژمن دی چې له افغان حکومت او د نورو نړیوالو همکارانو په ګډون د ملګرو ملتونو له نورو څانګو سره په ګډه کار وکړي، څو په هیواد کې د تګلارو او د پروګرامونو د تطبیق او د ظرفیت لوړونې د ملاتړ په برخه کې تګلارې موجودې وي او دغه تګلارې به خدمتونو ته د مساویانه لاسرسي لامل شي او هیڅوک به ترې بي برخي نه شي.»

په افغانستان کې د روغتیا سازمان استازي ویلي:«د نري رنځ د له منځه وړلو سټراټیژیکو موخو ته د رسېدو لپاره د نړۍوالو شریکانو او تمویل کوونکو پاملرنه او ملي ژمنتیا ډېره اړینه او بنسټيزه ده.»

بل خوا، د نري رنځ یو شمېر ناروغان له بېلابېلو ولایتونو نه د درملنې لپاره کابل ته راغلي دي. دغه ناروغان له عامې روغتیا وزارته غواړي، چې په خپلو ولایتونو کې د درملنې زمینه ورته برابره کړي.

ناروغ محمد عازم وویل:«هو! په لوګر ولایت کې مې معاینه وکړه او له هغه ځایه غزني ته ولاړم او هلته مې هم درملنه ونه شوه وې ویل چې کابل ته ولاړ شه.»

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تېر زیږدیز کال په ټول هېواد کې له ۱۰ تر ۱۲ زرو پورې کسانو پر نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ د اخته کېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د روغتیا د نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي په افغانستان کې د دې ناروغۍ د له منځه وړلو په برخه کې د خپلو همکاریو ډاډ ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه