Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا وزارت: د تېرو کلونو پرتله د ایډز د ناروغانو په شمېر کې ډېروالی راغلی

د عامې روغتیا وزارت وایي، د تېرو کلونو پرتله د ایډز ناروغۍ مثبتې پېښې لږ څه زیاتې شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې پر دې ناروغۍ څه باندې ۱۰۰ کسان اخته شوي وو.

یاد وزارت له مرستندویه بنسټونو غواړي چې له عامې روغتیا وزارت سره په‌دې برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.

د دې وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل زیاتوي: «خدمات ښه شوي دي او د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې ده او د هغه تر څنګ، مخکې چې لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمتونه نه وړاندې کېدل، هلته هم ډېر شوي دي، د دې لپاره چې کوم واقعات تشخیص شوي نه‌وي، هغه تشخیص شي او هغوی ته خدمات ورسېږي»

۲۳ کلن عبدالکریم چې پر ایډز ناروغۍ اخته دی د درملنې لپاره کابل ته راغلی، وايي، درې کاله مخکې په ایران کې پر دې ناروغۍ اخته شو او تر هغې وروسته له ډېرو سختیو سره مخ شوی دی.

عبدالکریم په‌دې اړه طلوع‌نیوز ته وايي: «په ۱۴۰۱ کال کې مې پام شو چې تبه لرم او اسهال یم، ډېرې سختې ورځې مې درلودلې، تر دې چې دې روغتون ته راغلم.»

بل‌خوا د افغان جاپان روغتون د ساري ناروغیو ډاکټران وايي، یوازې له دوی سره په ایډز څانګه کې نږدې ۱۳۴۰ کسان ثبت دي. دوی د ناروغانو د درملنې لپاره د مرستندویانو د مرستو د ډېرېدو غوښتنه لري.

په افغان-جاپان روغتون کې د ایډز د څانګې مسوول محمد خان هدایت وايي: «همکاري یې دوام لري، خو په‌دې وروستیو کې لږه کمه شوې ده، خو زموږ غوښتنه دا ده چې لکه څنګه یې له موږ مخکې ملاتړ کاوه، اوس دې هم د پخوا په څېر ملاتړ ته دوام ورکړي.»

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د ایډز ناروغۍ د درملنې ۶ مرکزونه فعال دي او دغه بنسټ هڅې کوي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې د دغې ناروغۍ کچه راټيټه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه