د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست وايي چې په روان لمریز کال کې ایران ته د افغانستان صادرات ۱۷ مېلیون ډالرو ته رسېږي چې د تېر کال پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی یې موندلی دی.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند په دې هکله وايي:«۳۰ الی ۳۵ کاله کېږي چې موږ صادرات لرو؛ خو بیا هم ایران زموږ مهم عام تولیدات نه صادروي او پر موږ تعرفه لوړه ده. موږ غواړو چې ایران د نورو هېوادونو په څېر موږ ته دې ترجیعي تعرفه راکړي.»
بل خوا په هرات کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایی چې دوی ایران ته د صادراتو د زیاتېدو په هڅه کې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمدیونس قاضي زاده وویل:«یو له هېوادونو چې له هغو سره موږ د صادراتو ډېر حجم لرلی دی، هغه د ایران اسلامي جمهوریت دی. سوېل لوېدیځ حوزې ته ۴۰ سلنه صادرات چې د مرمر ډبرې، وچې مېوې او کرنیز محصولات دي د ایران اسلامي جمهوریت ته صادر شوي دي.»
اخوا د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د صادراتو زیاتوالی له یوې خوا د هېواد له اقتصادي ودې سره مرسته کولای شي او له بل لوري هېوادوالو ته د کار زمینه برابرولای شي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا څرګندوي:«که چېرې د کورنیو محصولاتو د بسته بندۍ او سټنډرډ جوړونې په برخه کې جدي پاملرنه وشي، له شک پرته موږ کولای شو چې ګاوندیو، د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ډېر صادرات ولرو.»
ایران افغانسان ته ډېر صادرات لري، د شمېرو له مخې سږکال افغانستان ته د ایران د صادراتو کچه یونیم مېلیارد ډالرو ته رسېږي.
په دې اړه مو اندونه