په نړۍ کې د واکسین لګولو اوونۍ له پیل سره هممهاله؛ د عامې روغتیا وزارت د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د ځینو واکسینونو د نشتوالي خبر ورکوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، که څه هم په هېواد کې له ۲۵ زرو ډېر روغتیايي مرکزونه فعال دي، خو لا هم په دې مرکزونو کې لکه د لیوني سپي واکسین ته لاسرسی او د نورو واکسینونو د ساتلو لپاره د معیاري سړو خونو د نهشتون ستونزې شته دي.
د عامې روغتیا وزارت جاوېد هژير پهدې اړه وايي: «لکه د لېوني سپي واکسین په څېر چې پخوا ډونرانو د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره مرسته کوله، مرسته نهکوي. د اسلامي امارت په راتګ سره یوه اندازه شته واکسینونه ولګول شول، خو له بده مرغه وروسته و نهشول.»
د دې وزارت د مسوولانو په وینا، څه باندې اته میاشتې کیږي چې هېڅ نړیوال بنسټ د دې ستونزو د حل لپاره دې وزارت ته مثبت ځواب نهدی ورکړی.
ورته مهال د اندراګاندي روغتون مسوولان وایي، هره ورځ دې روغتون ته لسګونه کسان د لېوني سپي د واکسین د لګولو لپاره ورځي.
د اندرا ګاندي روغتون د ماشومانو د روغتیا روغتون د واکسین لګولو څانګې ډاکټره حلیمه بلوچزاده وايي: «د لېوني سپي یا ربیز واکسین موږ نهلرو، خدای دې وکړي چې دې واکسین ته لاسرسی پیدا کړو، ځکه دلته ګڼه ګوڼه ډېره ده، خلک له لرې ولایتونو راځي او پوښتنه یې کوي.»
بلخوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي له عامې روغتیا وزارته غواړي چې د واکسین لګولو په برخه کې د شته ستونزو په اواري کې له خلکو سره همکاري وکړي.
د کابل اوسېدونکی اسحاق وايي: «له عامې روغتیا وزارته زموږ غوښتنه دا ده چې په ټولو روغتونونو کې هر ډول واکسینونه ووېشي چې خلکو ته ورسېږي.»
د عامې روغتیا وزارت مسوولان ډاډ ورکوي چې د افغانستان په ټولو روغتیایي مرکزونو کې د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي لپاره دیارلس ډوله واکسین ته لاسرسی شته دی.
په دې اړه مو اندونه