د سوداگرۍ اوپانګونې خونه وایي، نړیوالو معیاري شرکتونو ته د هېواد د پنځوو هوایي ډګرونو د خدماتي چارو د نه سپارل کېدو له امله خصوصي برخه زیانمنه شوې او دې چارې پر صادراتو هم منفي اغېزه کړې ده.
د دې خونې مدیره پلاوی پهدې باور دی چې تر ټولو ډېر زیان له هند او چین سره د افغانستان راکړې-ورکړې ته رسېدلی دی.
د سوداگرۍ اوپانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «په میاشتني ډول به مو زرګونه ټنه وچه او تازه مېوه او طبي بوټي په تېره انجه هند ته لېږدول کېده او له دې لارې مېلیونونه ډالره تر لاسه کېدل، اوسنی وضعیت نېغ په نېغه خصوصي سکټور ته زیان رسوي.»
بل پلو څه باندې اووه میاشتې کېږي چې اسلامي امارت د هېواد د پنځوو هوایي ډګرونو د خدماتي چارو د تړون پر سر له یوه قطري-ترکي شرکت سره پر خبرو بوخت دی، خو تر اوسه دا تړون وروستی شوی نهدی.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، دا وزارت د قرارداد په ورکولو کې له ډېر دقته کار اخلي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند امامالدین احمدي وايي: «خبر اترې روانې دي او زموږ تخنیکي ټیم له هغوی سره په خبرو بوخت دی، که چېرې تفاهم ته ورسېږي له رسنیو او خلکو سره یې به یې معلومات شریک شي.»
اوسمهال ډېری مسافر یو شمېر هېوادونو ته د ټرانزیټ په ډول په ډېرو لګښتونو سره سفر کوي. یو ګرځندوی شرکت وایي، د هوایي شرکتونو د الوتنو د نشتوالي له امله د یو شمېر سیاحتي شرکتونو کارو بار په ټپه ولاړ دی.
د یو ګرځندوی شرکت مسوول قیس سهرابي وايي: «اوسمهال مستقیمې الوتنې نهشته، خلک له ستونزو سره مخ دي. که دا چاره ادامه پیدا کړي، الوتنې پیل نهشي، هم خلکو او هم شرکتونو ته ستونزمنه ده.»
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د کابل په هوایي ډګر کې اوسمهال هره ورځ له شلو تر پنځه ویشتو الوتنې ترسره کېږي چې د دې هوایي ډګر د قرارداد په سپارل کېدو سره به د بهرنیو الوتنو شمېر او د هېواد عواید زیات شي.
په دې اړه مو اندونه