له ماشومانو د ملاتړ بنسټ په افغانستان کې د بېوزلۍ له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي. د دې بنسټ د راپور له مخې، ۹۷ سلنه کورنۍ نهشي کولای خپلو اولادونو ته کافي خواړه برابره کړي او ماشومان یې په لوږه ویده کېږي.
د دغه راپور لپاره په تر سره شویو مرکو کې شاوخوا ۸۰ سلنه ماشومانو ويلي چې په تېرو ۳۰ ورځو کې وږي ويده شوي دي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړيوالې ادارې رئيس کريس نيامندي وايي: «په افغانستان کې د ماشومانو ژوند تریخ دی. ماشومان وږي ويده کېږي. دوی ستړي بېحاله دي.»
مرسل (مستعار نوم) هغه نجلۍ ده چې له سهاره تر ماښامه د کابل ښار په واټونو کې قلمونه او نور توکي پلوري، څو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کړي.
هغه وايي، هره ورځ له ډېرې خوارۍ وروسته له دوه سوو تر درې سوو افغانۍ پيدا کوي، چې ان د کورنۍ ورځنۍ خرچ يې هم نه پوره کوي.
کارګره نجلۍ مرسل وايي: «پلار مې ناروغ دی او ورور مې عملیات کېږي، پیسو ته اړتیا لرو په همدې خاطر دلته قلمونه پلورم چې لږ لږ پیسې راټولې کړم او د ورو عملیات مې وکړم.»
اسلامي امارت بيا وايي، له اقتصادي ستونزو سره-سره د پخوا پرتله اوس د ماشومانو وضعيت ښه دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «له لسیزو راهیسي په هېواد کې اقتصادي ستونزې یو مشکل و او د اسلامي امارت له راتګه وروسته چې ډېر شوی، دا بهرني اړخونه لري. هڅه کوو چې له ماشومان په زدهکړو کې ګټه واخیستل شي او کورني او اقتصادي ستونزې حل شي.»
د ژغورنې نړيوالې کمېټې هم تازه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې افغانستان له بشري ناورين سره مخ دی او کيدای شي، دا ناورين د تېرو شلو کلونو په پرتله زيات خلک له منځه يوسي.
په دې اړه مو اندونه