د عامې روغتیا وزارت په بلخ ولایت کې د څه باندې دوه مېلیون ډالرو په ارزښت د څو روغتیايي پروژو له عملي کېدو خبر ورکوي.
دوی زیاتوي چې په دغو پروژو کې په دهدادي ولسوالۍ کې د یوه روغتون جوړول او د مزارشریف په حوزوي روغتون کې د عصري طبي وسایلو نصبول شامل دي.
دوی همدارنګه زیاتوي چې د دغه ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې پنځوس بستریز روغتون د ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت جوړه شوې او دغه روغتون په پرمختللو طبي وسایلو سمبال شوی دی.
د بلخ د عامې روغتیا رییس نجیب الله توانا وویل:«د دغه روغتون له جوړېدو سره د دهدادي ولسوالۍ د ټولو اوسېدونکو روغتیايي ستونزې چې ۸۰۰ زره نفوس لري حل کېږي.»
بلخوا د دغې ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي د دغه روغتون له جوړېدو خوشحاله دي او وايي چې د دغه روغتون له جوړېدو سره د هغوی ستونزې کمې شوې دي.
د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکی محمد الیاس وايي:«زموږ په مخکیني روغتون کې ډېر کم ځای و او اوس خوشحاله یوو چې لوی روغتون لرو.»
د دهدادي ولسوالۍ بل اوسېدونکي نظر محمد هم وویل:«تر مزارشریفه زموږ د ناروغانو لېږد ډېر ستونزمن و او که چېرې جدي ناروغ و، په لاره کې په حق رسېده.»
په همدې حال یو شمېر روغتیایي توکي د دغه ولایت په حوزوي روغتون کې لګول شوي دي. د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، چې د دغو وسایلو په نصبولو سره به د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې آسانتیاوې رامنځته شي.
د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال محمد حسن غیاثي څرګندوي:«اسلامي امارت توانېدلی چې په کمه موده کې په ټول افغانستان کې روغتیايي خدمتونه ترسره کړي.»
د بلخ د عامې روغتیا ریاست د مسوولینو په وینا، د دغه ولایت په ولسوالیو کې د روغتونونو په جوړېدو سره به حوزوي روغتون ته د ناروغانو د راتګ کچه کمه شي.
په دې اړه مو اندونه