د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، محکمه به د راتلونکې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د ځینو رسنیو په اړه چې له هېواده بهر د نظام پر ضد کار کوي پرېکړ اعلان کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څارنې رییس وایي، د محکمې په پریکړه ټلویزیونونه او راډیوګانې شاملې نهدي او دغه محکمه به د هغو رسنیو د جواز د لغوه کېدو اړوند وي چې له هېواده بهر فعالیت لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو پر خپرونو د څارنې رییس عبدالحق حماد وايي: «دا لس رسنۍ دي او ډېرې وړې رسنۍ دي، نه پهکې کوم ټلوېزیون شته، نه پهکې کومه راډیو شته، په مجموع کې ځینې ډېجېټل رسنۍ دي او ځینې چاپي رسنۍ دي.»
عبدالحق حماد وایي هغو رسنیو چې خپل جوازونه نهدي تمدید کړي، د هغو د جواز د لغوه کېدو اړوند به هم راتلونکې اوونۍ پرېکړه وشي.
بل خوا د رسنیو ملاتړي بنسټونه له محکمې غواړي چې پرېکړې یې باید عادلانه اوسي.
د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې رییس حجت الله مجددي زیاتوي: «په هېواد کې دننه او بهر ټولې رسنۍ د دې پرېکړې په اړه اندېښمنې دي او دا پرېکړه باید په افغانستان کې د بیان ازادۍ او رسنیو د خفګان سبب نهشي.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په پنځمه د هغو رسنیو اړوند چې له هیواده بهر فعالیت لري د لومړنۍ محکمې د جوړیدو خبر ورکړی وو، خو دغه محکمه د دغو رسنیو د مسوولینو د نه حضور له امله وځنډول شوه.
په دې اړه مو اندونه