د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۸مه) د واورې اورېدو له امله د فراه، بامیان او سرپل ولایتونو نښلوونکې لارو له تړل کېدو خبر ورکوي.
د چارواکو په وینا په فراه کې د پرچمن ولسوالۍ، په سرپل کې د قم کوتل او په بامیان کې د حاجي ګک کوتل د واورې اورېدو له امله بند شوي دي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وايي:«د پُسته شش پل کوتل او د حاجي ګک کوتل لار د توپان له امله د لنډې مودې لپاره وتړل شول. په سرپل کې قم کوتل او د فراه د پرچمن ولسوالۍ لار د واورې اورېدو له امله تړلې دي.»
د سالنګ لویه لار په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د واورې اوریدو او توپان شاهده وه او یو شمېر موټر چلوونکو ته له دې لارې د تګ را تګ اجازه نده ورکړل شوې.
په همدې حال، یو شمېر هېوادوال وایي چې د نښلوونکو لارو د تړل کېدو له امله له خورا زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.
موټر چلوونکی راز محمد وايي:«دا ځای ناامنه دی د هغه ترڅنګ که چېرې یوه ګزمه هم وشي موږ هم به خوشحاله شوو.»
بل موټر چلوونکي نصیرالدین هم وویل:«نه هوټل شته، نه د لمانځه او اوداسه لپاره ځای شته. دلته کورونه دي موږ ډېر په تکلیف یوو.»
موټر چلوونکی نعیم هم څرګندوي:«تېره ورځ له دوه بجو یې موږ دلته درولي یوو او ویلي یې دي چې پورته د لارې وضعیت خراب دی هر وخت چې لاره پاکه شي تاسو ته به اجازه درکړل شي.»
په همدې حال، یو شمېر هېوادوال وایي چې د نښلوونکو لارو د تړل کېدو له امله له خورا زیاتو ستونزو سره مخ شوي دي.
د غور اوسېدونکی عبدالحق وايي:«د غور- کابل او غور- هرات لویې لارې د واورو د اورښت له امله بندې شوي د خوراکي توکو بیه خېژي اسلامي امارت باید هغه وخت چې واوره کېږي، باید له هغو شرکتونو سره چې تړون کړی، لاره د تګ راتګ لپاره پرانیزي.»
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو پر بنسټ، تراوسه په ټول هېواد کې د سړې هوا له امله ۱۷۰ تنو ژوند بایللی او زرګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
په دې اړه مو اندونه