د پاکستان رسنۍ افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو او وارداتو له زیاتوالي خبر ورکوي.
د پاکستان «ده نیشن» ورځپاڼې د راپور له مخې، په تېرو اتو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات ۳۲ سلنه او له افغانستانه دغه هېواد ته د سوداګریزو توکو واردات ۲۴ سلنه زیات شوي دي.
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د دواړو هېوادونو ترمنځ د راکړو ورکړو د زیاتوالي لامل په سوداګریزو بندرونو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل ګڼي.
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس نقیب الله صافی وايي:«که چېرته په دې مشکلاتو او خنډونو باندې کار وشي او ظرفیتونه تقویه شي، نو لېرې نه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارت چې پخوا درې مېلیون ډالر و له هغې څخه هم زیات شي.»
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی زلمی عظیمي څرګندوي:«د دې علت دا دی چې پاکستان په دې اخره کې د بوره وو اکسپورټ ته اجازت ورکړ چې دوهنیم لکه ټنه ده چې دا د افغانستان تجارانو دوه نیم لکه ټنه افغانستان ته وارد کړی له دې وجهې نه د پاکستان صادرات زیات شوي دي.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې په تېر څه کم یو کال کې افغانستان بهر ته د یو مېلیارد او ۹۰۰ مېلیون ډالرو صادرات لرلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي:«په ۱۴۰۰ لمریز کال موږ توانېدلي وو چې صادرات ۸۵۰ مېلیون ډالرو ته ورسوو چې په خپله یوه لاسته راوړنه وه. خو د روان کال په پیل کې له نېکه مرغه وتوانېدو چې صادرات د کب میاشتې تر ۲۰ مې نېټې یو مېلیارد او ۹۰۰ مېلیون ډالرو ته ورسوو.»
د رپوټونو له مخې، ورېجې، درمل، برېښنایي توکي او د ټراکټور وسایل افغانستان ته د پاکستان تر ټولو مهم صادراتي توکي دي. خو له افغانستانه پاکستان ته تر ډېره وچه مېوه، د ډبرو سکاره او کرنیز محصولات صادرېږي.
په دې اړه مو اندونه