Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغان وګړو سره د مرستې لپاره د متحده عربي اماراتو لېوالتیا

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د سوداګرو د شورا رییس حاجي عبیدالله صدرخېل له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې له افغانستان سره د متحده عربي اماراتو اړیکې له ډېر پخوا راهیسې په اقتصادي مسایلو پورې تړلې دي.

هغه زیاته کړه:«هغوی په افغانستان کې په څو بنسټیزو پروژو کې دخیل دي او په ټول افغانستان کې یې څو روغتونونه، پوهنتونونه، ښوونځي او د استوګنې ودانۍ جوړې کړې دي. او متحده عربي اماراتو په افغانستان کې د نوي حکومت له راتګ راهیسې نوې پروژې هم پیل کړې دي.»

د جمهوريت له ړنګېدو او په افغانستان کې د اسلامي امارت له رامنځته کېدو وروسته ترکیې او قطر د کابل د نړۍوال هوايي ډګر د مدیریت د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړه. که څه هم داسې ښکاري چې قطر په افغانستان کې د نوي حکومت پر چارواکو نفوذ لري او هڅه کوي چې د دغه هېواد بازارونه ترلاسه کړي؛ خو د ښاغلي صدرخېل په وینا دا متحده عربي امارات وو چې بالاخره یې د دغه هوایي ډګر د چارو د سمون تړون لاسلیک کړ.

د ښاغلي صدرخېل په وینا، متحده عربي اماراتو هېڅکله هڅه نه ده کړې چې د کلتوري یا ژبني ورته والي پر بنسټ په افغانستان کې د یوې ځانګړې توکمیزې ډلې حمایت وکړي. ښاغلي صدرخېل زیاته کړه:«امارات لکه ایران، ازبیکستان، تاجیکستان او پاکستان له موږ سره پوله نه لري چې د مشخصو اهدافو پر بنسټ د کومې ډلې ملاتړ وکړي، په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو ګټې تر ډېره د ګډو اقتصادي ګټو پر بنسټ ولاړې دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي که چېرې د افغانستان سرپرست حکومت له متحده عربي اماراتو سره د لویې کچې پیاوړې مالي اړیکو ته لار هواره کړي، دوامداره اقتصادي ګټې به ترلاسه کړي.

متحده عربي امارات د افغانستان د اسلامي امارت د موقت حکومت له مختلفو څانګو سره په ټول هېواد کې د ۲۰۰ روغتونونو د جوړولو، د سړکونو په جوړولو، د ښوونځیو د کتابونو د چاپولو، د اوبو د کانالونو په جوړولو، د کوکنارو د کښت په بدل کې د زعفرانو د تولید د ښه کولو په برخه کې کار کوي. 

ښاغلي صدرخېل له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل:«متحده عربي امارات لا هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.»

ښاغلي صدرخېل د افغانستان بډایه طبیعي شتمنیو ته په اشارې سره څرګنده کړه:«متحده عربي امارات کولای شي د افغانستان د بډایه کانونو په استخراج کې هم له موږ سره مرسته وکړي.»

متحده عربي امارات د لوېدیځ یو مهم متحد دی او د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره د پراخو ډیپلوماتیکو او سوداګریزو اړیکو لرونکی هېواد پېژندل کېږي. دغه هېواد په اوپیک کې کلیدي رول لوبوي او د خلیج د همکارۍ شورا یو له بنسټ ایښودونکو غړو څخه دی. د ښاغلي صدرخېل په وینا «دوی په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې استازیتوب کوي.»

خو د متحده عربي اماراتو په ګډون د نړۍوالې ټولنې لخوا د افغانستان د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل د افغانستان او امارات په اړیکو کې ابهام رامنځته کړی دی.

د متحده عربي اماراتو لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته د خپل وروستي سفر او د سرپرست حکومت له چارواکو سره د کتنو پر مهال په افغانستان کې له پانګونې سره لېوالتیا څرګنده کړه. خو د اوسني افغان حکومت داخلي تګلارو په ځانګړې توګه د ښځو پر کار او زده کړو لګول شوي محدودیتونه د افغانستان او نړۍ ترمنځ د دې ډول اړیکو مخه ډب کړې ده.

ښاغلی صدرخېل وایي:«نجونې ښوونځيو ته نه شي تلای، پوهنتونونه تړلي دي، د نجونو ښوونځي تړل شوي، ښځو ته د کار اجازه نه ورکول کېږي. افغانان له خپله دې حالته راضي نه دي. زه حتی فکر کوم چې د سرپرست حکومت ډېری غړي د دې پرېکړو مخالف دي.»

حاجي عبيدالله صدرخېل د عربي متحده اماراتو په حکومت کې د ښځو رول ته اشاره وکړه او وې ويل:«اوس په ټوله نړۍ او متحده عربي اماراتو کې د دولت نيمايي کارکوونکي ښځې دي، ښځې د انسانيت نيمايي برخه ده، متحده عربي امارات اسلامي هېواد دی او سعودي عربستان هم یو اسلامي هېواد دی خو په دغو هېوادونو کې کوم یوه د نجونو ښوونځي تړلي دي؟»

د ښاغلي صدرخېل په وینا متحده عربي امارات له هېواده بهر د افغان سوداګرو د سترې ټولنې کوربه دی. په متحده عربي اماراتو کې تر ۳۰۰۰۰۰ ډېر افغانان ژوند کوي او کار کوي. اوس په متحده عربي اماراتو کې د مېشتو افغان سوداګرو اکثریت هیله لري چې د افغانستان وضعیت به په دې ډول پرمختګ وکړي چې د دغه هېواد او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د پراخو سوداګریزو اړیکو د ټینګښت لپاره لار پرانیستل شي.

که څه هم د افغانستان اسلامي امارت اوسنی حکومت یو سرپرست حکومت بللی او ژمنه یې کړې چې د اسلامي دستوراتو پر بنسټ به پر ښځو لګول شوي بندیزونه لېرې کړي، خو څرګنده نه ده چې دا اقدامات به کله ترسره شي او ایا د نړۍوالې ټولنې قناعت به حاصل کړی که نه؟

د ښاغلي صدرخېل په وینا، متحده عربي اماراتو هېڅکله هڅه نه ده کړې چې د کلتوري یا ژبني ورته والي پر بنسټ په افغانستان کې د یوې ځانګړې توکمیزې ډلې حمایت وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه