Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوهان: کرونا ویروس د ټلفون پر مخ ۲۸ ورځې فعال پاتې کېږي

اسټرالیايي پوهانو موندلې چې د کرونا ویروس د پیسو، ټلفون او فلزاتو باندې تر ۲۸ ورځو پورې فعال پاتې کيږي.

د موندنو له مخې د کرونا ویروس د فعال پاتې کېدو وخت تر هغې ډېر دی چې اټکل یې کېدو، خو اسټرالیايي پوهان وايي هرڅومره چې هوا ګرمه وي، د کرونا ویروس د ډېر ژوندي پاتې کېدو چانس  کم دی.

سره له دې پوهان د توکو لمس کولو له لارې د کرونا ویروس د لېږد به تړاو شک لري او وايي چې دا ویروس تر ډېره د ټوخي، پرینجی  او په لنډ واټن کې د اسویلي له لارې د کرونا ویروس د لېږد وړ دی.

دغه پوهان زیاتوي، څېړنه یې په ۲۰، ۳۰ او ۴۰ سانتي ګرادو تودوخه کې پر کرونا ویروس کړې ده ځکه چې دا ویروس په رڼا کې د ارغواني وړانګو په مرسته له منځه ځي.

د اسټرالیا د مشترک المنافع علمي او صنعتي سازمان بنسټ څېړونکی، شان ریدل وايي:«ژوند کې هوارې کچې تر ډېره د لمر پر وړاندې دي او د حرارت او نم په صورت کې به توپير ولري.»

شان زیاتوي چې کله چې د تودوخې درجه۴۰ درجې شوه نو ویروس په ۲۴ ساعتونو کې له منځه ولاړ.

د تېرو زیږدیز کال نړۍ کې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته پوهان پر یاد ویروس څېړنه کوي څو ورته واکسین جوړ کړي. د جان هاپکنیز پوهنتون د شمېرو له مځې تر اوسه نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله یو میلیونو ۸۱ زره او ۱۲۷ تنه مړه شوي دي.

پوهان وايي چې دا ویروس تر ډېره د ټوخي، پرینجی  او په لنډ واټن کې د اسویلي له لارې د کرونا ویروس د لېږد وړ دی

شریک یي کړئ