Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغان ربات جوړونکو نجونو په یوې نړۍوالې سیالۍ کې دوم مقام خپل کړ

د افغانستان د ربات جوړونکو نجونو ډلې د ټرافیکي مدیریت د یوه ځیرک سیسټم له جوړولو سره په یوې نړۍوالې سیالۍ کې ګډون وکړ او د ۸۸ هېوادونو له منځه یې دوم مقام خپل کړ.

دغه سیالۍ دوه میاشتې مخکې د اسیايي، امریکايي او اروپايي هېوادونو ترمنځ په انلاین توګه په ټولنه کې د شته ننګونو د حل لپاره د یوې تګلارې د وړاندې کولو په موخه جوړه شوې وه.

د ټرافیکي مدیریت دغه ځیرک سیسټم به په واټونو کې پر څراغونو د کمرو د لګولو او د وای فای له لارې مرکز ته سیګنال واستوي.

دغه نجونې چې دم ګړۍ له هېواده بهر ژوند کوي، وايي چې په هېواد کې د ترافیکو ستونزو ته په کتو دغه سیسټم جوړ شوی دی.

د افغانستان د ربات جوړونکو نجونو د ډلې یوې غړې وايي:«له نېکه مرغه په دغو سیالیو کې وتوانېدو چې د ۸۸ نړۍوالو هېوادونو له ډلې دویم مقام خپل کړو. د سیالیو بڼه داسې وه چې هره ډله باید د خپلې ټولنې یوه ستونزه انتخاب کړي، ټرافیکي سیسټم یوه له ستونزه وه چې موږ وټاکله.»

د ربات جوړونکو نجونو د ډلې بله غړې هم څرګندوي:«هغه پرژوه چې موږ د هغه په واسطه وکړای شول په سیالیو کې دویم مقام خپل کړو، ځیرک ټرافیکي سیسټم و.»

افغان ربات جوړونکې نجونې د نړۍ په کچه د هېواد د بیرغ د پورته کولو او رپولو لپاره د نه ستړي کېدونکو هڅو خبره کوي.

د افغانستان د ربات جوړونکې ډلې یوه غړې په دې هکله وايي:«موږ له هېواده بهر هڅه کوو چې وکړای شو د افغانستان بیرغ پورته او د افغانستان د نجونو او ښځو د استعداد د ښودلو لپاره کار وکړو، ترڅو وکړای شو نړۍ ته د ټکنالوژۍ په برخه کې د افغانستان متفاوته څېره نندارې ته وړاندې کړو.»

بلخوا په خواله رسنیو کې د افغان ربات جوړونکو نجونو بریا پراخ انعکاس موندلی دی چې له هغې ډلې د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ربات جوونکو نجونو د دویم مقام ترلاسه کول یوه ستره لاسته راوړنه ګڼلې او له اسلامي امارته یې غوښتي دي چې په راروان پسرلي کې د نجونو پر مخ د ټولو ښوونځيو دروازې پرانیزي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه