Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې جوړ شوی موټر؛ د هېواد د ځوان انجنیر پنځه کلنې هڅې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره وايي چې د افغانستان له خوا جوړ شوی موټر د یوه جګړه ځپلي او هېواد نوې او هیله بښوونکې څېره بیان وي.

د دغې ادارې رییس زیاتوي چې په دې برخه کې یې د استعدادونو د روزنې او نوښتونو د پياوړتیا لپاره یې هڅې زیاتې کړې دي.

د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې رییس غلام حیدر شهامت وايي:«هغه ځانګړنې چې لري؛ یوه یې د افغانستان والي وه، له ځانګړو ځانګړنو څخه دي چې اوس په نړۍ کې مطرحه شوي چې افغانستان د جګړې، بدبختۍ او جنجال ځای و، په افغانستان کې داسې یو موټر جوړ شوی، له دې امله د ټولۍ نړۍ د پام مرکز ګرځېدلی او دویمه ځانګړنه یې د هغه خاصه طراحي ده. چې په نړۍ کې شتون نه لري حتا کاپي او د هغه په څېر شتون نه لري او درېیمه ځانګړنه یې د هغه کلکوالی دی یعنې هغه موټر چې جوړ شوی د نورو موترو پرتله کلک او ډېر مقاومتي دی او ورته مهال وزن یې هم ډېر درون نه دی. دغه ځانګړنې چې لري دا له نورو هغو موټرو جلا کوي چې په نړۍ کې دي.»

رضا محمد د دغه موټر جوړونکی دی چې طراحي شوی موټر یې د نړۍ په کچه د سیالۍ وړ دی او تر اوسه یې د پېرلو لپاره ډېر وړاندیزونه ترلاسه کړي دي؛ خو دغه موټر په نړۍوالو بازارونو کې د سیالۍ لپاره جوړ شوی دی.

انجنیر محمد رضا احمدي وویل:«د پېرلو لپاره لېوالتیا هم کورنۍ ده او هم بهرنۍ ده خو هغه وړاندیزونه چې موږ ته راځي اماتور وړاندیزونه دي موږ د نړۍوال بازار لپاره منلی محصول تولید کړی لکه څرنګه چې موږ خپل محصول په هماغه کیفیت تولید کړی او تمه لرو، وړاندیزونه چې راځي په هماغه اندازه مسلکي وي.»

رضا احمدي له یوې ۳۰ کسیزې ډلې سره د دغه راز موټر جوړولو ته لېڅې رانغاړلې دي. د دغه موټر په جوړولو کې لسو انجنیرانو په مستقیمه توګه ونډه لرله.

د دغه موټر ځيني انجنیران وایي، چې د دغه راز نوښتونو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
 
د انټاپ شرکت غړی علي سلمانیان وايي:«دغې برخې ته راغلي یوو او خپل ځایګۍ مو پیدا کړی او کار کوو هغه ملګري چې زما خبرې اوري زه ترې غواړم له هر کار سره یې چې لېوالتیا وي او لږه استعداد یې لري تعقیب دې کړي او په بره دې ولاړ شي.»
 
د انټاپ شرکت بل غړی امان الله هم وايي:«له ځوانانو زموږ غوښتنه دا ده چې له خپلو فرصتونو ډېر ښه او ډېر ژر باید استفاده وکړي او تل ټيمي کار وکړي. که چېرې کومه نظریه لري او طرحه لري هېڅ وخت په یوازې نه کېږي یوه ډله شئ او کار وکړئ.»

د دغې ادارې په وینا، د دغه موټر ډېری پرزې دننه په هېواد کې جوړ شوي او ځينې پرزې یې له بهره راوړل شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې رییس غلام حیدر شهامت وویل:«موټر د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې جوړ شوی او ډېری پرزې یې دلته وئ ښايي د ده له وایرنګونو پرته او یا جزي شیان یې له بیرونه وارد شوي دي. انجین، ویل، ټیرونه نور ټولې برخې یې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې جوړ شوي هغه هم د «سي ان سي» له پرمختللو وسایلو سره چې د هېواد په کچه یوازې زموږ په اداره کې دي د دغو وسایلو او اوزارو په واسطه جوړ شوی دی.»

اوس مهال د دغه موټر د جوړېدو وروستۍ چارې روانې دي او تمه کېږي چې په پای کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې نندارې ته وړاندې شي.

دا لومړنی موټر دی چې په افغانستان کې طراحي شوی او تمه کېږي چې د موټرو په نړۍوال  نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي او ویاړ خپل کړي.

د دغه موټر جوړونکی وايي چې طراحي شوی موټر یې د نړۍ په کچه د سیالۍ وړ دی او تر اوسه یې د پېرلو لپاره ډېر وړاندیزونه ترلاسه کړي دي؛ خو دغه موټر په نړۍوالو بازارونو کې د سیالۍ لپاره جوړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه