Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سړک پر غاړه د توکو له پلور؛ د کرېکټ ملي لوبډلې ته تر انتخابېدو

خیبر ولي د هېواد د کرېکټ د نولس کلونو ملي لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې د سړک پر غاړه یې توکي پلورل او د خپل استعداد له امله د کرېکټ د غوراوي کمېټې له امله د هېواد د کرېکټ د نولس کلونو ملي لوبډلې د لوبغاړي په توګه غوره کړل شوی دی.

هغه وايي چې د بې وزلۍ او تنګ لاسۍ له امله او د یوې نمرۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره له څو کلونو راهیسې په ننګرهار ولایت کې د سړکو نو په غاړه توکي پلوري.

هغه وايي:«ډېر خوشحاله یم چې ما ملي لوبډلې ته لار وموندله. واقعاً حیران شوی یم، پنځه کاله کېږي چې زه د موبایل کارټونه پلورم او همدرانګه د کرېکټ تمرینات کوم، بالاخره بریالی شوم چې ملي لوبډلې ته انتخاب شم.»

د خبیر ورور شاکر هم وايي:«زه د پنځو رپیو د پيدا کولو لپاره دلته جلال اباد کې موټرو ته سپرلۍ پيدا کوم، همدا چې خبر شوم چې ورور مې ملي لوبډلې ته انتخاب شوی دی حتا په سترګو مې اوښکې راغلې ډېر حوشحاله شوم.»

ولي چې د ملي لوبډلې په ترکیب کې او په اسیايي او نړۍوال جام سیالیو کې خپل حضور خوب تصور کاوه، وايي چې د ملي لوبډلې په نوملړ کې یې د نوم په راتلوو سره ډېر خوشحاله دی.

هغه زیاتوي:«یو میاشتني تمریناتي پنډغالي کې، زما روزونکي پر ما ډېر زحمت وکاږه او خپله مې هم اسیايي او نړۍوال جام سیالیو ته چمتووالی ونیو. له کرېکټ بورډه ډېره مننه کوم.» 

بلخوا د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وايي هڅه کوي چې د ولي په څېر پټې څېرې رابرسېره کړي.

د کرېکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک وايي:«زموږ پروګرام همدا دی چې دا ډول څېرې وپېژنو او د خپلې ملي لوبډلې لپاره یې غوره کړو، زموږ هڅه همدا ده.»

خیبر ولي د موبایل د کارټونو له پلور او د کرېکټ د تمریناتو له ترسراوي بالاخره د هېواد د کرېکټ د نولس کلونو لوبډلو د غړي په توګه انتخاب شو او ټاکل شوې ده چې خپله لومړنۍ لوبه د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت کې د نړۍوالو سیالیو په چوکاټ کې د زېمبابوې په وړاندې ترسره کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه