Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ورزشکاران د المپیک له ملي کمیټې څخه د مرستې غوښتنه کوي

يو شمېر ورزشکارانو او د ملي لوبډلې روزونکي په ژمي کې د هېواد د خراب اقتصادي او روزنيز وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او د المپيک له ملي کمېټې او د بدني روزنې له ادارې يې غوښتي، چې له دوى سره مرسته وکړي.

ورزشکاران وايي چې د اسانتیاوو د نشتوالي له امله له تمریناتو پاتې دي او د سیالیو لپاره د چمتووالي پر مهال انرژي نه شي ورکولای.

د تکواندو د ملي لوبډلې مشر روزونکي محمد بشیر تره کي وویل: "په داسې یوه حالت کې باید د ورزشکارانو لاس نیوی و شي او هغه مرستې چې شوې دي باید ژر تر ژره زموږ ورزشکارانو ته ورکړل شي."

د بایسکل ځغلونې د ملي لوبډلې یوه غړي فرهاد حیدري طلوع نیوز ته وویل، "زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، زموږ تمرینونه ښه ندي روان، له المپیک څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ ملاتړ وکړي. "

د زورخانۍ د ملي لوبډلې غړي شکېب عطايي په دې اړه داسې وایي: "موږ مونږ سم تمرین نه شو کولای او د روزنې د لګښت لپاره پيسې نه لرو، أن تر دې چې د موټر کرایه هم نلرو."

په همدې حال کې پرون د المپیک د ملي کمېټې مسوولینو او د بدني روزنې عمومي ریاست په هېواد کې د ورزشکارانو د اقتصادي او روزنیزو ننګونو د پای ته رسولو ترڅنګ، د المپیک نړیوالې کمېټې ته د ملي ورزشکارانو د نوملړ د ترتیبولو په موخه غونډه وکړه، چې د ۵۶۰ زره امریکايي ډالرو له مرستو څخه برحمن شي.

د المپیک د ملي کمیټې مرستیال، باور هوتک وویل، "موږ ډاډ ورکوو چې و به کولای شو د المپیک په نړیوالو لوبو کې هغه مرسته وکړو چې ورزشکاران یې مستحق دي، او موږ هڅه کوو چې د خپلو ورزشکارانو ستونزوته رسېدنه وکړو."

د المپیک د ملي کمیټې اجرایوي رییس داد محمد پاینده اختري وویل، "د نړیوال المپیک له خوا مرسته شوې پیسې ۲۰۰۰ ورزشکارانو ته ورکول کیږي، البته هغه ورزشکارانو ته چې د دې مرستو مستحق دي".

د ورزشکارانو اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د المپیک نړیوالې کمېټې په دې وروستیو کې له دوه زره ورزشکارانو سره د ۵۶۰ زره ډالرو نغدي بسته مرسته کړې، چې ډېر ژر به د یوې ادارې له خوا په هېواد کې وړ ورزشکارانو ته ووېشل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه