Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دفوټسال لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو بل پړاو ته لار ونه موندله

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د نیپال په وړاندې د ۱-۸ له ډېرو کولو سره د بریا سربېره ونه توانېد چې د اسیا ملتونو جام سیالیو بل پړاو ته لار پيدا کړي.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې د اسیا ملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې په خپله وروستۍ لوبه کې، نن (سې شنبې، د وري په ۲۳) د نپيال په وړاندې ډګر ته ولاړه.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په «ب» ګروپ کې د تاجیکستان، ازبیکستان او نیپال سره هم ډلې وه چې د تاجیکستان او ازبیکستان لوبډلو بل پړاو ته لار پيدا کړه.

د هېواد د فوټسال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې یوه مساوي، یوه ماته او یوه بریا خپله کړې ده.

د اسیاملتونو جام سیالیو ته د لارموندنې سیالۍ د قرقیزستان په پلازمېنه بیشکک کې ترسره شوې. ټاکل شوې ده چې د فوټسال د ۲۰۲۲ کال د اسیا ملتونو جام سیالۍ په کویټ کې ترسره شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه