Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۲۰۲۲ اسیا جام؛ افغان کرېکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په ۷ وېکټو ماته ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سالیو په دویمه لوبه کې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې ته د اوو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

د بنګله‌دیش لوبډلمشر شکیب الحسن د لوبې تر پچې ګټلو وروسته لومړی خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه او د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې افغان لوبډلې ته د ګټلو لپاره د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.

مصدق حسین د بنګله‌دېش لوبډلې په ګټه په ۳۱ توپونو ۴۸ ناسوځېدلې او محمدالله په ۲۷ توپونو ۲۵ منډې ترلاسه کړې، خو د افغان پیاوړو ورو توپ اچوونکو مجیب الرحمان او راشد خان غوره توپ‌اچونه وکړه چې دواړو په‌دې سیالۍ کې درې-درې وېکټې واخیستلې.

د افغان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې نجیب الله ځدراڼ په ۱۷ توپونو چټکې ۴۳ ناسوځېدلې او ابراهیم ځدراڼ د ۴۱ توپونو په لوبولو ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا هدف یې په ۱۹م اور کې یوازې د دریو ویکټو په سوځېدو سره پوره کړ.

افغان ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن چې د سیالې بنګله‌دیش لوبډلې درې پیاوړي توپوهونکي یې سوځولي و، د لوبې غوره لوبغاړی شو او د غوره کېچ تر لاسه کولو جایزه بیا ابراهیم ځدراڼ ته ورکړل شوه.

افغانستان په‌دې سیالیو کې له دې وړاندې سریلانکا ته په اتوو وېکټو ماته ورکړې وه او بنګله‌دېش ته په ماتې ورکولو سره یې د یادو سیالیو د څلور غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه