Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د جودو نړۍوال فډراسیون له خوا د لومړني روزنیز کارځای پېل

په لومړي ځل د جودو د نړۍوال فډراسیون له لوري په کابل کې د داورۍ، روزونکو، او کاتا په برخو کې روزنیز کارځای یا ورکشاپ جوړ شوی دی.

د افغانستان د جودو فډراسیون مسوولان وايي چې په دغه روزنیز کارځای کې د هېواد له لسو ولایتونو ۷۰ داورانو او روزونکو ګډون کړی او د اسپانیوي روزونکو تر نظر لاندې د جودو څانګې نوې طریقې زده کوي. دغه کارځای به درې ورځې دوام ولري.

د ملي اولمپيک کمېټې اجرايي مسوول داد محمد پاینده اختري وايي:«په نوي کال کې له ده ښه او غوره پروګرامونه لرو. چې واقعاً وکړای شو سپورت ملي او معیاري کړو. هره څانګه د نړۍ له معیارونو سره برابره کړو، ځینې پلانونه لرو.»

د بدني روزنې د عمومي ریاست دفتر رییس محمد‌الله احساس وویل:«پرېکړه دا ده چې د ورزشي تجهیزاتو په برخه کې نه یوازې لوبغاړي معیاري کړو. بلکې هڅه کوو چې په مسلکي بڼه او نړۍوالو معیارونو سره هغوی ته ارتقا ورکړو.»

د جودو نړۍوال فډراسیون او په هېواد کې د دغې څانګې مسوولان، د دغه روزنیز کارځای جوړېدل په افغانستان کې د روزونکو او داورانو لپاره ښه فرصت ګڼي.

د جودو فډراسیون سرپرست ذبیح‌الله نظري وویل:«موږ ځينې ښوونکي راوغوښتل ځکه دا د لوبغاړو، داورانو، او روزونکو د پوهاوۍ کچې لپاره ډېر مهم دی چې له نویو قوانینو پوه شي او له افغانستانه بهر ته ځي چې له نویو قوانینو سره بلد وي.»

د جودو نړۍوال روزونکی خوان کارلوس بارکوس وايي:«دا مفکوره ده چې په راتلوونکي کې کولای شو هغې ته وده وکړو او د پرمختګ شاهد به یې واوسوو، موږ د هغو کسانو په لټه کې یوو چې له خپل هېواده استازیتوب وکړي. او په دې برخه کې بشپړ استعداد، پوه او عملیت ولري او له شک پرته دا مفکوره او ذهنیت به افغانستان ته هم راوړو.»

له دې مخکې د دغې څانګې د فډراسیون مسوولانو د جودو ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو په پار، د بلخ په کوربتوب سیالۍ ترسره کړې وې.

د افغانستان د جودو فډراسیون مسوولان وايي چې په دغه روزنیز کارځای کې د هېواد له لسو ولایتونو ۷۰ داورانو او روزونکو ګډون کړی او د اسپانیوي روزونکو تر نظر لاندې د جودو څانګې نوې طریقې زده کوي.

تصویر بندانگشتی

په لومړي ځل د جودو د نړۍوال فډراسیون له لوري په کابل کې د داورۍ، روزونکو، او کاتا په برخو کې روزنیز کارځای یا ورکشاپ جوړ شوی دی.

د افغانستان د جودو فډراسیون مسوولان وايي چې په دغه روزنیز کارځای کې د هېواد له لسو ولایتونو ۷۰ داورانو او روزونکو ګډون کړی او د اسپانیوي روزونکو تر نظر لاندې د جودو څانګې نوې طریقې زده کوي. دغه کارځای به درې ورځې دوام ولري.

د ملي اولمپيک کمېټې اجرايي مسوول داد محمد پاینده اختري وايي:«په نوي کال کې له ده ښه او غوره پروګرامونه لرو. چې واقعاً وکړای شو سپورت ملي او معیاري کړو. هره څانګه د نړۍ له معیارونو سره برابره کړو، ځینې پلانونه لرو.»

د بدني روزنې د عمومي ریاست دفتر رییس محمد‌الله احساس وویل:«پرېکړه دا ده چې د ورزشي تجهیزاتو په برخه کې نه یوازې لوبغاړي معیاري کړو. بلکې هڅه کوو چې په مسلکي بڼه او نړۍوالو معیارونو سره هغوی ته ارتقا ورکړو.»

د جودو نړۍوال فډراسیون او په هېواد کې د دغې څانګې مسوولان، د دغه روزنیز کارځای جوړېدل په افغانستان کې د روزونکو او داورانو لپاره ښه فرصت ګڼي.

د جودو فډراسیون سرپرست ذبیح‌الله نظري وویل:«موږ ځينې ښوونکي راوغوښتل ځکه دا د لوبغاړو، داورانو، او روزونکو د پوهاوۍ کچې لپاره ډېر مهم دی چې له نویو قوانینو پوه شي او له افغانستانه بهر ته ځي چې له نویو قوانینو سره بلد وي.»

د جودو نړۍوال روزونکی خوان کارلوس بارکوس وايي:«دا مفکوره ده چې په راتلوونکي کې کولای شو هغې ته وده وکړو او د پرمختګ شاهد به یې واوسوو، موږ د هغو کسانو په لټه کې یوو چې له خپل هېواده استازیتوب وکړي. او په دې برخه کې بشپړ استعداد، پوه او عملیت ولري او له شک پرته دا مفکوره او ذهنیت به افغانستان ته هم راوړو.»

له دې مخکې د دغې څانګې د فډراسیون مسوولانو د جودو ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو په پار، د بلخ په کوربتوب سیالۍ ترسره کړې وې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه