Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

وسله‌والو د نایجریا په یوې کلیسا کې ۵۰ کسان وژلي

د نایجریا په یوې کاتولیک کلیسا کې د وسله‌والو د برید پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي.

د نایجریا پولیس وايي، وسله‌والو د "اوو" ښار سنټ فرانسېس کلیسا په ودانۍ کې دننه او بهر ډزې وکړې چې په پایله کې یې ګڼ شمېر عبادت کوونکو ته مرګ‌ژوبله واوښتله.

د اونډا ایالت والي چې د پېښې سیمې ته ورغلی و، دا برید ټول‌وژنه بللې او ټینګار یې کړی چې دا ډول پېښې باید تکرار نه‌شي.

که څه هم د نایجریا پولیسو د دې پېښې د وژل شویو په اړه کره شمېرې نه‌دي په ډاګه کړي، خو یو ډاکټر د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته منلې چې په‌دې پېښه کې پنځوس کسان وژل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه