Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تایلېنډ په یوه شپني کلب کې اور لګېدنه؛ ۱۳ کسان مړه او ۳۵ ټپیان دي

د تایلېنډ پولیسو د جمعې په سهار خبر وکړی چې د دې هېواد "استان چونبوري" ولایت په یوه شپني کلب (نایټ کلب) کې د اور لګېدنې پر مهال دیارلس کسان مړه شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، په‌دې اورلګېدنه کې ۳۵ کسان ټپیان شوي هم دي.

پولیسو زیاته کړې، د دې پېښې ټول قربانیان د تالېنډ وګړي دي، خو د پېښې د رامنځ‌ته کېدو علت په اړه یې څه نه‌دي ویلي.

د استان چوري سیمه‌ییزو مسوولانو په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، د دې پېښې د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د دې پېښې انځورو چې د سیمه‌ییزو رسنیو له لوري خپاره شوي، په‌کې ښکاري چې خلک د پېښې له سیمې تښتي.

دا شپنی کلب د استان چونبوري ولایت کې د تالېنډ له پلازمینې بانکوک ۱۸۰ کېلو مټره لرې پروت دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه