Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

موګاډیشو کې پر یوه هوټل د الشباب ډلې برید

د سومالیا په مرکز موګادیشو کې پر یوه هوټل د وسله والو د یوې ډلې د برید او ډزو په پایله کې لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د سومالیا یوه امنیتي افسر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې بریدګرو لومړی له هوټله بهر دوو موټر بمونو ته چاودنه ورکړې او وروسته هوټل ته ننوتلي دي.

دغه پېښه د جمعې په شپه رامنځته شوې او الشباب ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.

بریدګر په بشپړه توګه «د حیات هوټل» کنټرول په واک کې لري او له هغې ځایه ډزې کوي. امنیتي ځواکونو د جمعې په شپه او د شنبې ورځې تر ناوخته له بریدګرو سره په جګړه ښکېل وو.

ورته مهال شاهدانو ویلي دي چې د دغه هوټل یوه برخه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

الشباب ډله، یوه اسلام پاله مېلشه ده چې څه باندې لس کاله کېږي چې د سومالیا دولت د پرځولو په موخه فعالیت لري. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه