Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د جرسي په ټاپو کې چاودنې درې تنه وژلي

د فرانسې په شمالي سواحلو کې د انګلیس جرسي ټاپو په یوې استوګنیزې ودانۍ کې د تېرې ورځې (شنبې) چاودنې درې تنه وژلي او څه باندې ۱۰ تنه نور نادرکه شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په دغې پېښه کې، یوه درې پوړیزه استوګنیزه ودانۍ چې دغې ټاپو پلازمېنې ته نږدې د سنټ هیلر بندر ته موقعیت لري په بشپړه توګه نړېدلې ده.

د جرسي ټاپو لوړپوړی پولیس رابین اسمېټ په یوې خبري ناسته کې وویل:«زه باید له خواشینۍ سره ووایم چې درې وژل شوي لرو او موږ همدارنګه د دغې چاودنې د پاتې شویو کسانو په لټه کې یوو.»

ښاغلي اسمېټ زیاتوي:«۲۰ تر ۳۰ تنه له دغې ودانۍ ایستل شوي او د سرپناه د استفادې په موخه د دغې سیمې ښاروالۍ ته لېږدول شوي دي او دوه ټپیان هم تر درملنې لاندې دي.»

جرسي په انګلستان پورې تړلې ټاپو ده چې څه باندې ۱۰۰زره تنه نفوس لري. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه