Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې د شدیدې یخنۍ له امله د کابو یو مېلیون کورونو برېښنا پرې شوې

امریکا کې د شدیدې یخنۍ له امله د کابو یو مېلیون کورونو او د سترو او کوچنیو کسبونو او کارونو برېښنا، د دغه هېواد د تګزاس ایالت په ګډون په څو ایالتونو کې پرې شوې ده.

رویټرز په یوه رپوټ کې لیکلي چې د دغه ایلات په شمال ختیځ کې د «نیو انګلنډ» سیمه تر ډېره د بې برقۍ او د یخنۍ له امله د ډېرو ستونزو شاهده ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ، د امریکا د اوبو او برېښنا رسونې ادارې کورونو ته د برېښنا پر نښلولو کار کوي؛ خو تېز بادونه لاهم کورونو ته د برېښنا د نښلون د خنډ په توګه یاد شوي دي.

په امریکا کې د هوا پېژندنې کارپوهانو اټکل کړی چې په دغه هېواد کې اوسنۍ یخني کولای شي چې په وروستیو لسیزو کې تر ټولو سوړ کرېسمس رامنځته کړي.

د ۲۰۲۲ کال له وروستیو ورځو او کرېسمس جشن سره هم مهاله، دغه ژمنی توفان له ډېرې یخنۍ سره د امریکا په څو برخو کې جریان لري او د هغه هېواد څه باندې نیم نفوس د هواپېژندنې له ګواښونو سره مخ شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه