Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا کې یوې محکمې د افغانستان له پيسو د غرامت ورکړه رد کړه

په امریکا کې یوې محکمې د سې‌شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د سپټمبر د ۱۱ پېښې قربانیان نه شي کولای د افغانستان له کنګل شویو پیسو غرامت ترلاسه کړي.

د رویټزر د رپوټ پر بنسټ، د نیویارک د منهتن سیمې قاضي جورج ډانیلز ویلي دي چې دغه کورنۍ د غرامت ترلاسه کولو مستحقه دي؛ خو نه د افغانستان د مرکزي بانک له اسعاري شتمنیو.

د دغې محکمې قاضي ټینګار کړی چې اسلامي امارت د افغانستان مشروع حکومت نه دی. نو د افغانستان د مرکزي بانک اسعاري شتمنۍ په اسلامي امارت پورې اړوندې نه دي.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر جو باډين د ۲۰۲۲ کال په منځ کې وړاندیز کړی و چې د امریکا په بانکونو کې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه ۳.۵ مېلیارد ډالره یې د سپټمبر برید د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې کړل شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه