اسوشېټډپرس خبري اژانس په یوه راپور کې وايي چې د پاکستان د پولیسو او د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو ترمنځ نن (چهارشنبې) یوځل بیا نښته رامنځته شوه.
پولیس ځواکونه د ښاغلي خان د نیولو لپاره د هغه په کور ځکه ورمات شول چې هغه د خپل لومړۍ وزیرۍ په دوره کې په اختلاس تورن دی او محکمې ته نه حاضرېږي.
اسوشېټډپرس زیاتوي چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر پلویانو په لاهور ښار کې د خپل مشر د کور مخکې ته پولیس ځواکونه په ډبرو وویشتلي دي.
د ښاغلي خان پلویان نه یوازې په لاهور کې، بلکې په څو ښارونو کې لکه کراچۍ، اسلاماباد، پېښور، کویټه او راولپنډۍ کې هم له پولیسو سره ښکېل شوي دي.
تراوسه لږ تر لږه ۱۲ تنه پولیس او ۳۵ تنه د عمران خان پلویان ټپيان شوي دي.
پولیس ځواکونو د نښتې په لړ کې له اوښکو بهوونکو ګازو کار اخیستی دی.
که څه هم عمران خان ویلي چې چمتو دی د مارچ په ۱۸مه د خپل بند حکم سره جوخت اسلاماباد ته سفر وکړي؛ خو پولیسو دغه وړاندیز نه دی منلی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر تېر کال اپرېل میاشت کې له پارلمانه د بې باورۍ رایې، په واسطه له دغه مقام څخه لرې کړل شو.
ښاغلی خان د خپلې لومړۍ وزیرۍ په دوره کې په دولت پورې د اړوندو ډالیو په پلور تورن دی او اسلاماباد کې یوې محکمې د هغه د نیولو حکم صادر کړی دی.
په دې اړه مو اندونه