Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ترسره شوې

په ترکیه کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې نن سهار د ځايي وخت پر ۸ بجو پيل شوې.

د ترکیې په ګوټ ګوټ کې د دغه هېواد مېلیونونه اوسېدونکي د رایې ورکونې مرکزونو ته ولاړل، څو خپل د خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.

درې نوماندان، اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو او ملتپال ښی اړخی سیاستوال سنان اوغان د دغه هېواد په ولسمشریزو ټاکنو کې له یو بل سره سیالي کوي.

ترک نیکاتي اکتونا په دې هکله وايي:«دغه ټاکنې د ترکیې او د دغه هواد د خلکو لپاره مهمې دي. ما په تېرو شپېتو کلونو کې په ټاکنو کې ګډون کړی او رایه مې ورکړې ده، خو دا ټاکنې تر ټولو مهمې دي.»

بل ترک رمضان آکچای هم څرګندوي:«موږ سهار وختي دلته د رایې ورکولو لپاره راغلي يوو، احساسات مو پاریدلي، همدا اوس مې رایه ورکړی، ان‌شاءالله چې ډموکراټیکې ټاکنې به وي.»

په ترکیه کې له ولسمشریزې ټاکنو سره هم‌مهاله، پارلماني ټاکنې هم ترسره کېږي.

یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې په دغه هېواد کې ژوند کوي، د ترکیې په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې د رایې ورکولو حق لري.

د ترکیې پارلماني ټاکنو ته یوه افغان عزت الله سادات هم ځان نوماند کړی هغه په دې هکله وايي:«زموږ هېوادوال او کډوال چې په ترکیه کې دي، روغتیايي، د ښوونې او روزنې ستونزې او د وګړۍ ستونزې لري. په دې برخو کې په جدي توګه کارکوم.»

دغه ټاکنې د دغه هېواد د خلک او په ترکیه کې د مېشت افغان کډوالو لپاره مهمې بلل کېږي.
                  
د سیاسي چارو شنونکي احمد خان اندړ وویل:«سیاست به یې د هغو افغان کډوالو په هکله چې ترکیه کې ژوند کوي او همدارنګه زموږ د هېواد د اقتصادي او سیاسي وضعیت په هکله بدلون ونه کړي.»

اسوشیټډ پرس رپورټ ورکړی چې د اردوغان د شپږو مخالفو ګوندونو ګډ نوماند قلیچدار اوغلو د دغو ټاکنو مخکښ دی. تمه کېږي، چې د یکشنبې پر ماښام د ترکیې د برخلیک ټاکنونکو ټاکنو پایلې اعلان شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه