د هند د کانګرس ګوند مشر، راهول ګاندي چې په دې انتخاباتو کې د واکمن ګوند له مخالفو دی، د مودي د اصلي سیال په توګه لیدل کیږي.
تر دغو چاودنو وروسته د ایران د توغندیو دفاعي سیسټم فعال او تهران، اصفهان او شېراز ښارونو ته الوتنې هم وځنډول شوې.
د دغو بریدونو وروسته د ایران بهرنیو چارو وزارت ویلي دا یې مشروع حق و او د دغو ځوابي بریدونو سره یې د خپل هېواد له ملي ګټو او ځمکنۍ…
ورتهمهال فرانسې له اردن سره په همغږۍ د هوا له لارې د غزې د تړانګې اوسېدونکو ته مرستندویه او خوراکي کڅوړې اچولي دي.
هغوی په سور سمندرګي کې د امریکا پر ځینو کوچنیو جنګي بېړیو د بې پیلوټه الوتکو د برید خبر هم ورکړی دی.
له بلې خوا په دغه هېواد کې هټۍوال هم له سوړ بازاره ګیلې کوي او وايي، اقتصادي انفلاسیون د دغه هېواد د خلکو د بې وزلۍ لامل شوی دی.
دغه امریکایي چارواکی وایي برید ښایي په راتلونکې اوونۍ کې ترسره شي.
د رسمي شمېرو پر بنسټ، د حماس غورځنګ او اسراييل ترمنځ د جګړې له پيل راهيسې تر اوسه له ۳۳ زره ډېر فلسطينيان وژل شوي او تر ۷۵ زرو ډېر…
په دې وروستیو کې ناټو له غړو هېوادونو غوښتي چې اوکراین ته د پنځه کلنو مرستو د نوې دورې لپاره ۱۰۰ میلیارده یورو ته اړتیا ده چې باید…
په دغه غونډه کې ایران او سوریې، په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د برید پړه پر اسراييل واچوله.