گزارش ۶:۳۰
له طلوع نیوز څخه په ګټې اخیستنې سره رامنځه ته شو
ګزارش ششونیم: د ټاکنو بهیر څېړنه
د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو رانېږدې کېدو سره د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه کړې ده چې په ولایتي مرکزونو کې ۱۶ رئیسان وګماري.
د هېواد قوانینو له مخې ټول بنسټونه باید چې رڼښت په پام کې ونیسي او اعلان شویو بستونو او نوماندانو ملاتړ ونکړي. د طلوع نیوز د موندنو له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ګمارنې لپاره د یوې کمېټې پر ځای دوې کمېټې جوړې کړې دي چې په راس کې یې د کمېسیون رئيس، عبدالبدیع صیاد او بلې کې یې غړی، رفیعالله بیدار دی.