Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د طالبانو مرکچي پلاوي غړي د سولې او جګړې په هکله څه لیدلوری لري؟

د افغانانو او طالبانو ترمنځ د لومړنۍ غونډې ترسراوی او په داسې یوې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو حضور، سولې، جګړې او د افغانستان د راتلوونکي په هکله د طالبانو د لیدلوري په اړه پوښتنې رامنځته کړې دي.

دا پوښتې تر ډېره د طالبانو مرکچي پلاوي ته متوجه کېږي چې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې حضور پیدا کړی دی او دا چې هغوی د جګړې، سولې او د افغانستان د راتلونکي په هکله څه لیدلوری لري.

د طالبانو ډېری غړي مذاکرات یوه لاسته راوړنه ګڼي او ځينې هم د دغو مذاکراتو پایلو ته هیله من دي؛ خو د هېواد د اوسني او راتلوونکي نظام په هکله بېلابېلې ویناوې کوي.

د هغوی ځینې د نظام په بشپړ بدلون ټينګار کوي، خو ځينې هم په دې باور دي چې د هېواد د راتلوونکي نظام په هکله د دواړو لوریو د مرکچي پلاوي ټول غړي باید د نظر ادلون بدلون او توافق ولري.
 
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی محمد سهیل شاهین وايي:«خلکو ته پیغام لرم چې موږ افغانان دغه پړاو ته رسېدلي یوو چې له یو بل سره کېنو دا یو ستر پرمختګ دی.»

هغه څه چې د طالبانو د مرکچي غړو په خبرو کې تر ډېره څرګند دي، د دې ډلې له لوري د افغانستان د اوسني نظام نه منل دي.

مولوي عبدالکبیر چې د طالبانو ډلې د فعالیتونو له پیله د دې ډلې له پېژندل شویو غړو پاتې شوی، یو له هغو کسانو دی چې داسې نظر لري:«هلته قران کریم حاکم وي، نبوي ص حدیث حاکم وي حنفي فقه قایمه وي او عملاً ښکېلاک پای ته رسېدلی وي.»

خو د طالبانو د مرکچي پلاوي ځينې نور غړي د افغانستان د نظام د څرنګوالي په تړاو د بحث ځای، د مذاکراتو مېز ګڼي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی خیرالله خیرخواه وايي:«افغان ملت کوم کسان چې خپل استازي ګومارلي، هغوی کولای شي چې ترتیب کړي چې په افغانستان کې څه ډول نظام قایم شي.»

په دې لړ کې داسې کسان هم شته چې د دې مذاکراتو پایلو ته خوشبین دي او غواړي چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت سره آرام ژوندانه ته ستانه شي.
 
د طالبانو د مرکچي پلاوي د ۲۱ غړو له منځه، اووه تنه یې د سوېلي ولایتونو، اووه تنه یې د سوېل ختیځو ولایتونو، څلور تنه یې د شمالي ولایتونو او دوه تنه یې د مرکزي ولایتونو او یو تن یې هم د هېواد د ختیځ دی.

ډېری دغو کسانونو په کلونو د طالبانو لپاره پر سیاسي، پوځي او ملکي څوکیو کار کړی دی او هر یو یې پر نورو برخو سربېره دیني زده کړې هم لري.

شریک یي کړئ