Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مرکچي پلاویو د تماس ډلو لومړنۍ غونډه سبا ته جوړېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالب ډلې د مرکچي پلاویو د تماس ډلو لومړنۍ غونډه سبا ته جوړه شي.

د دواړو لوریو پلاویو تېره ورځ د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو د پرانیستغوندې په پای کې د لومړي ځل لپاره سره ولیدل او د مخامخ خبرو اترو د اجنډا د تعیین لپاره د تماس ډله رامنځته کړه.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د تماس ډله اووه غړي لري او د طالبانو د تماس ډله هم پنځه غړي لري.

محمد معصوم ستانکزی، احمد نادر نادري، ضرار احمد مقبل، فوزیه کوفي، عنایت الله بلیغ، محمد ناطقي او خالد نور د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لوري د تماس ډلې غړي دي او مولوی عبدالکبیر، عباس ستانکزی ، نورالله نوري،شیخ دلاور او شیخ قاسم د طالبانو له لوري د تماس ډلې غړي دي.
               
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي رییس معصوم ستانکزی وايي:«یوه مثبته روحیې شتون درلود او هڅه ونه شوه چې خبرې اترې لانجمن لوري ته ولاړ شي.»

ټاکل شوې وه چې د یکشنبې پر ورځ د تماس ډله د همغږۍ او د دوشنبې ورځې په رسمي مذاکراتو کې د اجنډا د ټاکلو لپاره غونډه وکړي. خو دا غونډه سبا ته وځنډېده او له همدې امله د رسمي غونډې جوړېدل له سبا نه نورو ورځو ته وځنډېدل.

په لومړي ګام کې له دې غونډې د کابل انتظار څه دی؟
                
د روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په دې اړه وویل:«د مذاکراتو له پیل سره، د تاوتریخوالي کچه دې د پام وړ کمه شي چې یوه بشرپاله اوربند ته ورسېږو.»

خو د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم وایي چې د افغانانو ترمنځ مذاکراتو د پیل په غونډه کې، د اسلامي نظام رامنځته کېدل او د حکومت له بند نه د دې ډلې د اووه زره بندیانو خوشي کېدل هغه مسایل دي چې په مذاکراتو کې به پرې بحث وشي:«د نظام په هکله خبرې اترې او د پاتې بندیان خلاصون هغه مسایل دي چې زموږ له خوا به مطرح شي.»

د طالبانو ډلې د مرکچي پلاوي غړی عبدالسلام حنفي هم څرګندوي:«موږ غواړو چې یوازې اوربند نه بلکې په بشپړه توګه جګړه پای ته ورسېږي.»

له بلخوا د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره د خپلو پروګرامونو د توحید په تړاو غونډه لرله. او ټاکل شوې ده چې سبا ته د دواړو لورو د تماس ډلې د هغو موضوعګانو په اړه چې ټاکل شوې ده د افغانانو ترمنځ مذاکراتو کې د دواړو لوریو له خوا پر مېز کېښودل شي، ناسته ولري.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو اجنډا د ۱۲ تنو له خوا چې د داوړو لوریو څخه د تماس ډله ده، تعیینېږي.

شریک یي کړئ