Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

راپور: د قرنطین موده کې کمو ماشومانو زده‌کړې کړې

د ماشومانو د خوندیتوب بنسټ راپور ښیې چې له لسو ماشومانو اتو یې ویلي د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله قرنطین په موده کې یې "هېڅ زده کړې نه دي کړې او یا یې کمې زده کړې دي"

په دې راپور کې د بې وزلو کورنیو ماشومان تر ډېره د کرونیو تاوتریخوالیو سره مخامخ شوي دي.

د راپور له مخې تېرو ۶ میاشتو کې زیانمونکو ماشومانو په پراخه توګه ښوونې، روغتیايي خدمتونو او خوړو ته لاسرسي نه درلود.

د ماشومانو خوندیتوب بنسټ وايي چې د راپور لپاره یې له ۳۵۱ ماشومانو او د هغوی له سرپرستانو سره خبرې کړې او پاتې نورو بیا ۱۲۹ نورو د ټولنیزو رسنیو له لارې ځواب  ورکړی دی.

څېړنه:

·  ۶۴ سلنه ماشومانو د قرنطین په موده کې له ښوونکو سره هېڅ ډول اړیکه نه درلوده.

· له لسو ماشومانو اتو یې د قرنطین په موده کې یا هېڅ زده کړې نه دي کړي او یا یې ډېرې کمې کړې دي.

· ۶،۴ سلنه ماشومان چې په ۲۰ کې یو هم نه کیږي، په ورځ کې یو ځل له ښوونکي سره اړیکه درلودلې ده.

· له لسو ماشومتانو چې ۳۰ سلنه کیږي د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله د قرنطین په وخت کې په یو ډول له تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

· د راپور له مخې په کلیو کې له هرو دریو کورنیو یوې یې درسي موادو ته لاسرسی درلود.

راپور کې راغلي دي چې هېواد کې  څو لس ییزو جګړو د ماشومانو د زده کړو بهیر اغېزمن کړی وو او اوس مهال د قرنطین حالت هم پرې بدې اغېزې کړې دي او دا حالت د نجونو په برخه کې ډېر خراب دی.

راپور کې یوې ۱۱ کلنې مینې ويلي دي چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ له کبله قرنطین پرې بدې اغېزې کړې دي او وخت یې پرته له دې چې ښوونځي ته ولاړه شي تېر شوی دی.

د راپور له مخې تېرو ۶ میاشتو کې زیانمونکو ماشومانو په پراخه توګه ښوونې، روغتیايي خدمتونو او خوړو ته لاسرسي نه درلود

شریک یي کړئ