Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بلخ اوسېدونکو اعتراض؛ د برېښنا بیه دې کمه شي

د بلخ یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت د برېښنا شرکت مخې ته راټول شوي او وايي چې دغه ولایت کې د برېښنا بیه زیاته ده.

دوی څرګندوي چې بلخ کې د برېښنا د یوه کیلواټ بیه ۶،۲۵ افغانۍ ده په داسې حال کې چې کابل کې ۲،۵ افغانۍ ده.

اعتراض کوونکي چې «برېښنا واوره، د بلخ د برېښنا بیه کمه کړه» شعارونو لېږدولو سره له یوه کیلومتره واټن کچ کولو وروسته د بلخ د برېښنا دروازه وتړله.

یو تن  اعتراض کوونکی، میرویس وايي:«اووه زره معاش لرم، د برېښنا بل له درېیو تر څلور زرو راځي، ځومره یې د ورځې نفقه کړم او څومره یې د برېښنا پیسې ورکړو، دا ظلم دی.»

بل اعتراض کوونکی، زلمی زیاتوي:«زموږ سیمه کې ډېری هغه کسان دي چې د ورځې مزدوري کوي، له دوو تر دوه نیم سوه افغانیو پورې تر لاسه کوي او د برېښنا بل تر درېیو او څلورو زرو راځي.»

دوی وايي له څو میاشتو راهیسې یې خپل غږ د برېښنا د بیو کموالي په تړاو پورته کړی دی، خو ورته پام نه دی شوی.

د اعتراض کوونکو ډلې غړی، باور په دې اړه وايي:«د تحصن خیمه لګوو، د برېښنا دروازه تړو، بل غوراوی مو د برېښنا د پیسو ورکړې تحریم دی.»

شازیه حقجو هم زیاتوي:«ځیني کسان شته چې دلته یې ګټې له  ګواښ سره مخامخ  دي او نه غواړي چې د برېښنا بیې کمې شي.

اعتراض کوونکي له زورواکو د برېښنا لګښت پر راتولونې هم ټینګار کوي، دوی وايي چې هغه کسان چې د برېښنا لګښت یې کړی، باید بل ادا کړي ځکه که دا کار ونه کړي، نو د برېښنا خدمتونو رسونې په کارونو کې خنډ رامنځته کوي.

په همدې حال کې د بلخ ولایت د برېښنا رییس، حمیدالله حمیدي وايي:«برېښنا په دې تړاو پرېکړه وکړه چې افغانستان کې د تعرفو یو ډول کول تضویب شي، او د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا لارښوونه وشوه، میتر لوستل هم باید چې هره میاشت کې ووسي او تعرفه هم باید یو ډول شي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه