Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاویو سره ناسته وکړه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي ډلو پرون مازېګر دوحه کې عمومي غونډه کړې.

دوحه کې د طلوع نیوز خبریالان وایي، دواړه لوري د رسمي خبرو د مخته وړلو پر هغه څرنګوالي او اصولو  نه دي سلا شوي، چې د دواړو مرکچي ډلو د اړیکو کمیټو پرې هوکړې کړې وه.

په همدې حال کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي ډلې یو غړی نادر نادري وایي، په پرونۍ غونډه کې دواړو خواوو د غونډو د کړنګلارو پر ډېرو ټکو سلا کړې او د دواړو مرکچي ډلو نه یو یو کس د اړیکو ساتلو لپاره غوره شوي.

تر دې مخکې د طالبانو د مرکچي ډلې یوه غړي سهیل شاهین ویلي، تر هغو چې د افغانستان راتلونکي نظام په اړه هوکړه و نه شي، د اوربند ټینګول به ممکن نه وي.

بل لوري، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په نوي ډیلي کې د هند بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار سره لیدلي.

د هند بهرنیو چارو وزارت وایي، نوی ډیلی او واشنګټن افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت ګډ لیدلوری لري.

شریک یي کړئ