Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

۶۲سلنه امریکایان افغانستان کې د سولې ملاتړي دي

د یوروشیا ډلې لخوا د یوه تازه خپاره شوي راپور له مخې په افغانستان کې د سولې راوستو څخه ۶۲ سلنه امریکایانو ملاتړ کړی دی.

د راپور له مخې امریکایان غواړي چې افغانستان کې جګړه پایته ورسیږي او د جګړې دوام لپاره د بهرنیو لاسوهنې بندې شي.

امریکایان په افغانستان کې تر جګړې ډپلوماسي غوره ګني او چمتو دي چې د طالبانو په څېر خپلو دښمنانو سره مذاکره وکړي.

د راپور له مخې ځیني امریکایان غواړي چې یو شمېر سرتېري یې تر هغې چې "ټول دښمنان له منځه ولاړ شي" وساتي.

په داسې حال کې چې تېر کال ۳۰ سلنه امریکایانو په افغانستان کې پر پوځي شتون ټینګار کاوو، خو سږ کال دا شمېر ۱۵ سلنې ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو د امریکايي سرتېرو بشپړه وتل له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو پرېکولو پورې تړلي بولي.

ښاغلي پومپیو له بریت بارد خبري سایټ سره خبرو کې زیاته کړې ده چې له افغانستانه په بشپړه توګه د امریکايي ځواکونو ویستل د القاعده ډلې په ګډون له ترهګروو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرېکولو، د سولې خبرو ته د طالبانو د ننه کېدو او د ورانکاره کړنو مخینوي سره تړاو لري.

ټاکل شوې ده چې امریکا متحده ایالاتونه د راتلونکي زیږدیز کال پسرلي کې خپل سرتېري په بشپړه توګه له افغانستانه وباسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر کې د سولې خبرو په تړاو څرګنده کړې ده چې دغه خبرې په سمه لار روانې دي او واشنګټن به افغانستان کې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال پسرلي پورې  خپل پوځي شتون صفر ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرانیست غونډه وشوه او اوس مهال د یادو ډلو تماس دلو سره لیدلي دي.

قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند وايي چې تېر ماښام د تماس ډلو د سولې اصلي خبرو څرنګوالي په تړاو خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې ده چې د عمومي ناستې لپاره چې ټاکل شوې ده نن(سې شنبې) تر سره شي، بحث او هوکړه شوې ده.

شریک یي کړئ