Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې مذاکرات؛ لا هم د خبرو اترو کړنلاره وروستۍ شوې نه ده

د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ له لومړنۍ غونډې پنځه ورځې وروسته، تراوسه د دواړو لوریو ترمنځ د رسمي مذاکرې کړنلار او د مخته بیولو بڼه وروستۍ شوې نه ده.

د طلوع نیوز خبریال کریم امیني چې د سولې مذاکراتو د خبري پوښښ لپاره دوحې ته تللی دی، وايي چې نن چهارشنبې هم دواړه لوري د کړنلارې په وروستي کېدو سره بوخت وو.

ټاکل شوې وه چې دغه کړنلار تېره ورځ د دواړو لوریو د ګډې ناستې په لړ کې وروستۍ او تایید شي خو د لیدلوري د اختلاف له امله داسې ونه شول.

خو د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي غړی محمد رسول طالب هیله څرګندوي چې په کار کې پرمختګ شوی دی:«ښه پرمختګونه شوي دي. یو، دوه موردونه پاتې دي او پرهغوی هم کار روان دی. نن هم پرمختګونه شوي دي.»

د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي د طالبانو له پلاوي سره په دویمه ناسته کې په اوسني نظام کې د طالبانو د ګډون غوښتونکی شو.

د مرکچي پلاوي بل غړی فاروق مجروح په دې اړه وايي:«د افغانستان اسلامی جمهوریت په نظام کې د طالبانو مدغم کېدل او یا یوځای کېدل کولای شي چې د افغانستان د دایمي ټیکاو لامل شي.»

خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم بیا داسې وايي:«د بحث وړ یوه موضوع ښايي نظام وي، د بندیانو او اسیرانو موضوع ده... په لومړنۍ او دویمې غونډه کې په دې اړه څه مطرحه نه شول، شونې ده چې دا موردونه د مذاکرې پر مېز مطرح شي.»

د دواړو لوریو د پلاویو د غړو له څرګندونو او د دواړو لوریو د ویاندویانو له ټوېټونو داسې انګېرل کېږي چې تراوسه دواړه لوري د مذاکراتو له بهیره راضي دي.

د دواړو پلاویو په دویمه ناسته کې چې تېره ورځ ترسره شوه، د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري او د طالبانو د مرکچي پلاوي ویاند محمد نعیم د خپلو ټوېټونو په لړ کې، ورته موردونه مطرحه کړل.

کریم امیني وايي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر عبدالحکیم حقاني هم ویلي دي چې «د طالبانو جګړه د واک لپاره نه ده.»

د دواړو لوریو د اړیکو یا تماس ډلې د بحثونو پایلې اوس د پلاویو د میزو پر سر دي او چنې وهل لاهم دوام لري.

ټاکل شوې وه چې د دواړو لوریو ترمنځ رسمي خبرې اترې دوه ورځې مخکې پيل شي، خو تراوسه پیل شوې نه دي او معلومه نه ده چې کله به پيل شي.

له دې ټولو سره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې ناټو د افغانستان له امنیتي ځواکونو او سولې څخه ملاتړ کوي:«زه د پوځي ایتلاف په استازیتوب خبرې کوم. موږ د افغانستان له خلکو او د دغه هېواد له امنیتي ځواکونو ملاتړ کوم او د سولې د ملاتړ لپاره به خپله ونډه ادا کړو.» 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی محمد ناطقي وايي چې د دواړو لوریو د اړیکې یا تماس ډلې ترمنځ درې ناستې شوې دي.

شریک یي کړئ