Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا افغان هوايي پوځي ته څلور جنګي الوتکې وسپارلي

امریکايي ځواکونو د افغانستان له هوايي پوځ سره د څلورو (اې۲۹) الوتکو مرسته وکړه.

دغه الوتکې نن پنجشنبه(د وږي په ۲۷مه نېټه) د هېواد امنیتي چارواکو ته وسپارل شوې.

د افغان هوايي ځواکونو قومندان، جنرال فهیم وايي چې اوس مهال د هېواد په هر ګوډ کې د جګړې لپاره هوايي پوځ چمتو دی او ظرفیت یې لري.

دی زیاتوي چې اوسمهال هېواد کې د اې۲۹ الوتکو په مرسته د دښمن ستراتیژيک مرکزونه له منځته وړل کیږي.

نوموړي زیاته کړه چې هوايي ځواک هغه ډول الوتکې چې لري، ورته پیلوټان او انجینران روزل شوي او کولی شي چې نور ځوان کدرونه وروزي.

په همدې حال کې د هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر، اسدالله خالد وايي ناټو پر هغو ژمنو چې له افغان ځواکونو سره یې کړې، ولاړ دي. دا یو پیغام دی چې زموږ همکاري به تر هغې دوام لري، څو چې د ترهګرۍ ځالې له منځه نه وي تللي.

هغه وايي چې اوسمهال ټول عملیات د افغان ځواکونو لخوا سوق او اداره کیږي.

شریک یي کړئ