Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تېرې شپې راهیسې یوازې څلورو ولایتونو کې ۳۲ سرتېري وژل شوي

د هېواد څلورو ولایتونو کې د تېرې شپې راهیسې د طالبانو بریدونو پایله کې ۳۲ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی.

د سیمه ییز مسوولینو د مالوماتو له مخې ۲۰ سرتېري ننګرهار، ۶ هرات، ۳ ارزګان او ۳ هم په بادغیس ولایتونو کې ژوند له لاسه ورکړی. یادو ولایتونو کې ۲۵  تنه سرتېري ټپیان شوي هم دي.

ننګرهار کې د طالبانو برید کې ۲۰ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړي دي.

د والي ویاند، عطاالله خوګیانۍ وايي چې حصارک، خوګیاڼو او شېرزادو کې ۱۵ نور سرتېري ټپیان دي.

هغه همداراز وویل نښتو کې ۱۵ سرتېري ټپیان شوي هم دي.

د ښاغلي خوګیاني په وینا، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې د طالبانو د یوه قومندان په ګډون ۲۹ تنه  چې ډېرۍ یې د یادې ډلې د سرې قطعې غړي دي هم وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ تېره شپه د ارزګان ګېزاب ولسوالۍ کې د طالبانو بریدونو له کبله د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ژوند بایللی دی.

د والي ویاند، زړګی عبادي وايي وژل شویو کې د ولسي پاڅون کوونکو مشرسلطان محمد، مېرمن، دوه زامن یې او د ولسوال یو ساتونکی شامل دي.

همداراز د هرات ولایت شنډنډ ولسوالۍ کې پر افغان ځواکونو د طالبانو موټر بم برید کې ۶ سرتېرو ژوند بایللی دی، خو سیمه کې سرچینې څرګندوي چې د وژل شویو افغان سرتېرو شمر له لسو هم زیات دی.

د هرات والي، سید وحید قتالي وايي چې ځوابي برید کې ۵۳ طالبان هم وژل شوي دي.

د بادغیس قادس ولسوالۍ کې هم د طالبانو بریدونو له کبله ۳ سرتېرو ژوند بایللي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

د قادس ولسوال، محمد حیدري شریفي هم څرګندوي چې د نښتې په ترڅ کې دوه تنه ملکي کسان ټپیان شوي دي. دی زیاتوي چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې دوه طالب وسله وال هم وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغو نښتو په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ