د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پخوانی سلاکار، اچ ار مک ماستر وايي چې ترمپ له طالبانو سره یو لاس شوی او د افغانستان ضد سیاست یې خپل کړی.
هغه له سي بي اس رسنۍ سره خبرو کې د افغانستان په تړاو د ټرمپ سیاست غیرعاقلانه بللی دی.
مک ماسټر همداراز څرګنده کړې ده چې مریکا باید یوې دایمي ژمنې سره د افغانستان حکومت او افغان ځواکونو نه ملاتړ وکړي.
اچ ار مکمسټر نېږدې یو کال د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار و او بیا ټرمپ سره د اختلاف له کبله له دندې ګوښه شو.